د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالانو ته د لارښوونې (کوچینګ) برنامه ترسره کېږي

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۴:۴۱
ago

د دغه پروګرام د ترسراوي په موخه د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر ۱۶ غونډه وشوه. په دې غونډه کې د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیس، د لویې څارنوالۍ مشاور ډاکټر راموز، د IDLO د بهرنیو اړیکو رئیس عصمت الله قدرت زي او د IDLO د کوچینګ برخې د ښوونې کارپوه او مسؤول محمد اسماعیل ابراهیمي ګډون کړی و.

ښاغلي راموز په دې غونډه کې د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ د «عمل پروګرام» او یوناما دفتر سره يې د شریکولو، د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې ملي پلان د جوړولو او د لویې څارنوالۍ په پنځه کلنې ستراتیژۍ کې د نړیوالو جرمونو موضوع ته د پاملرنې په تړاو خبرې وکړې.

بلخوا ښاغلي قدرت زي په دې غونډه کې نړیوالو جرمونو ته د رسیدګۍ په برخه کې د لویې څارنوالۍ چارې وستایلې او د ملي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ یې پر لا همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه، د عمل برنامې په جوړولو او د لویې څارنوالۍ په پنځه کلنه ستراتیژۍ کې د نړیوالو جرمونو موضوع ته پام، د اړوندو بنسټونو ترمنځ همغږي زیاتوي.

په دې غونډه کې د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان (IDLO) د کوچینګ مسوؤول د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالانو ته د فردي او ډله ییزې رهنمايۍ په اړه معلومات ارایه کړل. نوموړي زیاته کړه، د نړیوالو جرمونو پر ضد څارنوالانو ته د نړیوالو جرمونو کلیات، د نسل وژنې جرایم، بشرضد جرایم، جنګي او د دولت پر ضد د تېري جرایمو په اړه روزنیز درسي مواد هم د مسلکي زده کړو د ریاست په همکارۍ جوړ شوي دي.

همداراز د نړیوالو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئيس د IDLO د کارکوونکو پر شپږ میاشتني پلان او د دغې برنامې د تطبیق پر ګزارش ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د لویې څارنوالۍ له مشرتابه سره تر شریکولو وروسته به د دې برنامې د ادامې په اړه هم پرېکړه وشي.

تازه‌ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۰
Background image

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امتحان بخش تدریس شدهٔ «معاملات نصاب دعوت و ارشاد» را از کارمندان این اداره اخذ کرد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، امتحان بخش تدریس شدهٔ «معاملات نصاب دعوت و ارشاد» را امروز شنبه 18 رمضان المبارک 1447هـ.ق (16 حوت 1404هـ.ش) را از. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۲:۳۰
Background image

سمینار علمی (پیرامون جایگاه موازین اخلاقی و نقش آن در جوامع اسلامی) برگزار شد

این برنامه روز پنج‌شنبه ۹ رمضان سال ۱۴۴۷ هـ ق (۷ حوت سال ۱۴۰۴ هـ ش) در تالار نشست‌ها، واقع تعمیر دارالامان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا راه‌ اندازی شد. این سمینار علمی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۲۵
Background image

برنامهٔ «اصلاح نظام اداری و احیای روحیهٔ مسئولیت پذیری» در لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، به منظور مدیریت سالم، ارتقای نظم کاری و تقویت روحیهٔ مسئولیت پذیری، برنامهٔ را تحت عنوان «اصلاح نظام اداری و روحیهٔ مسئولیت پذیری» راه. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها