فاریاب استیناف څارنوالۍ ۲۴۵ قضیو ته رسیدګي کړې
د فاریاب استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۲۴۵ قضیې څېړلې او د تورنو پر وړاندې يې د دعوا له اقامې وروسته محکمو ته لېږلې دي.
د دغو له ډلې پر ۵۵ قضیو د اتهام نامو او صورت دعوا له ترتیبولو وروسته ابتدائیه محکمو او پر ۶۱ قضیو د استیناف محکمو حکم کړی، څلورو قضیو محاکماتي پړاونه بشپړ کړي او ۱۸ قضیې د الزام کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې دي.
د یادو قضیو له ډلې ۴۴ د مخدره توکو، ۲۸ د غلا، ۲۳ له ښځو سره د تاوتریخوالي، ۱۹ مالي او اداري، ۸ ترافیکي، ۳ د وژنې، ۲ د اخلاقي جرمونو او ۱۱۸ قضیې د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي.
دغو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه ۷۲۸ زره او ۶۵ افغانۍ نقدي جریمه له تورنو تر لاسه شوې او د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې ده. همدارنګه ۲۳ کیلوګرامه هیروئین، ۸ کیلوګرامه تریاک، ۱،۷۷۰ کیلوګرامه چرس، ۸ لیتره الکولي مشروبات، ۱۱۷ کیلوګرامه تخمیرشوي ممیز او ۱۴ لیتره عادي ممیز ضبط شوي دي.
د یادولو ده، چې د فاریاب استیناف څارنوالۍ ریاست اوسمهال ۱۰۷ قضیې ترکار لاندې لري، چې ډېر ژر به تر تحقیق او تعقیب وروسته محکمو ته ولېږل شي.