شکردرې ولسوالۍ ابتدایيه څارنولۍ ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۵/۱/۴ - ۸:۳۹
ago

 

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شکر درې ولسوالۍ کې جوړ شوې وه، د لویې څارنوالۍ سرپرست محمد فرید "حمیدي" ،  کابل والي، لویې څارنوالۍ ځینو مسوولینو او د  کابل ولایتي شورای وکیلانو کډون درلود.

د لویې څارنوالۍ سرپرست محمد فرید "حمیدي" په دغه غونډه کې وویل:" د شکردرې ولسوالۍ د ابتداییه څارنوالۍ ودانۍ د بنسټ ايښودل عدالت ته د خلکو لاس رسی اسانوي. او دولت پوره مکلفیت لري چې دولتي ادارې تجهیز کړي. او له خپلو ټولو همکارانو څخه غواړم چې د خلکو د کرامت، حقونو او آزادۍ څخه کلکه ساتنه وکړي".

ښاغلي حمیدي یادونه وکړه چې شکردرې ته د هغه د سفر یوه موخه ددې ولسوالۍ د خلکو له نیږدې څخه لیدنه وه. او زیاته یې کړه، په نوي کال کې به د جرمونو د کموالي په مبارزه کې د ټولو موجوده امکاناتو څخه کار واخلي. موږ پدې برخه کې د افغانستان او په ځانګړي توګه د شکردرې د خلکو څخه همکارۍ غوښتنه کوو. چې دی له دې لارې کولای شوو خپلې بریاوې او نیمګړتیاوې ووینو. په رښتیا سره کولای شو چې سالمه حکومتداري د خلکو د همکارۍ او ملاتړ له لارۍ منځ ته راوړو"۔

د ښاغلي "حمیدي" په باور په ټولنه کې خلک د اعتماد سره ژوند کوي چې عدالت تأمین وي، د هغوی حقونه او آزادي ژغورلي وي. چې دولت ددې کار لپاره مسوول دی. هغه زیاته کړه:" سوله او عدالت د ښه دولت دوه اساسي ستنې دي. د ملي یواالي حکومت د افغانستان خلکو لپاره د عدالت منځ ته راوړلو ته ژمن دي".

عبدالغیاث "پتنګ" د شکردرې ولسوال وویل:" څارنوالي یو مهم ارګان دی. موږ د خلکو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره څارنوالۍ ته اړتیا درلوده. دا ودانۍ کولای شي د شکردرې خلکو ته د عدالت په لاس رسي کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

دا ودانۍ چې لګښت یې ۵ میلیونه افغاني اټکل شوې،د لویه څارنوالی د اختیاري بودجي په لګښت جوړیږي.

 

"

تازه‌ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

برگزاری برنامهٔ آموزشی پیرامون اهمیت و جایگاه وقت از دیدگاه دین مبین اسلام

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، به‌منظور ارتقای آگاهی دینی و تقویت فرهنگ استفاده مؤثر از وقت، برنامهٔ آموزشی تحت عنوان «اهمیت و جایگاه. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها