د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدی په مشرۍ د لویې څارنوالۍ عالی شورا جوړه شوه

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۵/۱/۲۲ - ۸:۳۹
ago

 

 د افغانستان اسلامی جمهوری دولت لوی څارنوال ښاغلی محمدفرید حمیدی په مشرۍ د لویې څارنوالی عالی شورا د روان کال په د وری د میاشتی په ۲۲ مه نیټه جوړه شوه چې په کې مرستیالان او ددی اداری رییسانو ګډون کړی وو. په دی ناسته کې د لویې څارنوالۍ چارواکو په ولسی جرګه کې د خلکو استازو باور رايې له کبله مننه او قدرداني وکړه. او ښاغلی محمدفرید حمیدی د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال او ددی اداری پخوانی سرپرست څارنپوه نورحبیب جلال د سرپرستۍ په موده کې د ترسره شوو کړنو د څیړنو په برخه کی مننه وکړه.    

سربیره پر دې، په غونډه کې پر نورو مهمو مسايلو هم خبرې وشوې، او د څارنوالۍ د اجراآتو چټکتیا لپاره  د تخنیکي وسایلو برابرول د اجنډا مهم ټکي وو چي بحث لاندې ونیول شول. عالي شوری اداري ریاست ته دنده وسپارله چې ژر تر ژره د ولایتونو استیناف څارنوالیو ته " فکس" ماشین برابر او هغوي په واک کې ورکړل شي. د دې ماشینونو څخه به د   راپورونو او معلومات په تر لاسه کولو کې کار واخیستل شي.

په دي ناسته کی بله مهمه موضوع د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو معاشونو زياتوالی وو، چي بحث پرې وشو. دا همغه موضوع ده چې ښاغلي محمد فرید "حمیدي" تیره ورځ په ملي شورا کې د خپل کاري پروګرامونو په بیانولو کې څرګنده کړه.  ټاکل شوې ده چې دا پلان به ولسشمر ته وړاندي شي.

د نورو مهمو موضوعاتو سربیره، د کارکوونکو خوندیتوب د غونډې بله مهمه موضوع وه. ښاغلي محمد فريد حميدي وویل چې د کارکوونکو خوندیتوب د دولت اصلی دنده ده.  دوی باور لري چې اداره مکلفه ده چې د خپلو کارکوونکو خوندیتوب ته جدي توجه وکړي.    

له همدې امله، د لویې څارنوالۍ عالي شورا، د هغه زلزلې چې څه موده مخکی شوي وه د زیان ارزونې لپاره د بېلابېلو وزارتونو متخصصینو، انجنيرانو اود کابل پوهنتون د پوهنځيو استادانو ته په عالي شورا  کې بلنه ورکړي وه. عالي شورا، اداري ریاست ته دنده ورکړه چې د لویې څارنوالۍ ودانۍ د کتنې او سروې لپاره یو هیأت وټاکي ، چې خپل راپور راتلونکې غونډې ته وړاندي کړي.

"

تازه‌ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

برگزاری برنامهٔ آموزشی پیرامون اهمیت و جایگاه وقت از دیدگاه دین مبین اسلام

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، به‌منظور ارتقای آگاهی دینی و تقویت فرهنگ استفاده مؤثر از وقت، برنامهٔ آموزشی تحت عنوان «اهمیت و جایگاه. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها