لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د څارنپوه محمد فرید حمیدي د هیواد لوی څارنوال تر مشرۍ لاندې ترسره شوه

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۵/۴/۱۴ - ۱۴:۳۹
47

یاده غونډه کې چې د مرستیالانو او ټولو رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه د بیلابیلو ریاستونو پر استهدائیو تر بحث وروسته پریکړه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د پوهنملې ملیحې حسن، لویې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیالې تر مشرۍ یو کمیسیون جوړ شو څو د لویې څارنوالۍ تشکیل او صلاحیت پر قانون بیا کتنه ترسره کړي. د لویې څارنوالۍ عالي شورا غړو په باور د څارنوالۍ اوسنی قانون د دې ادارې اړتیاوې نه شي پوره کولای، نو ځکه اړینه ده ترڅو د دې ادارې صلاحیتونه او دندې له سره باید ډیزاین شي.

د دې غونډې په بله برخه کې د مدني ټولنې چارواکي رابلل شوي و څو لویې څارنوالۍ سره د یادې ټولنې د لا اصلاحاتو او ګډې همکارۍ په هکله خپل وړاندیزونه مطرح کړي. د افغانستان مدني ټولنې غړو لویې څارنوالۍ سره د خبرو اترو ترسره کولو فرصت رامنځته کول یې یو ارزښتمند ګام وباله او د دې ادارې اصلاحاتو لړۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.   

د دغې غونډې په ترڅ کې پوهنملې آغلې شهلا فرید د مدني ټولنې غړو په استازیتوب لویې څارنوالۍ کې د ښځو وڼدې پر زیاتوالي ټینګار وکړ او څارنوالۍ لخوا د دوسیو څیړلو په وخت کې د بشري حقونو روحیې مراعاتول اړین وباله.  

په دې ناسته کې د مدني ټولنې یو بل غړي، ښاغلي باري سلام یادونه وکړه چې په تیرو میاشتو کې لویې څارنوالۍ لخوا د عدالت تینګښت په هکله د خلکو هیلې زیاتې شوې دي. هغه د تحقیق د مودې اوږدوالی او وخت سره سم د بندیانو د دوسیو څیړلو ته لږه پاملرنه د عدلي او قضایي اړګانونو یو له اساسي ستونزو په ګوته کړې. 

عزیز رفیعي د مدني ټولنې یو بل غړي بیا د څارنوالانو پر امنیتي او معیشتي ستونزو ټینګار وکړ او د ملی وحدت حکومت مشرتابه یې وغوښته څو د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

د مدني ټولنې چارواکو چې په دې غونډه کې ګډون کړی و خلکو سره د لا نږدې اړیکو پر ساتلو او هغوی د څارنوالۍ له کړنو پر خبرولو ټینګار وکړ. 

څارنپوه محمد فرید حمیدي د هیواد لوی څارنوال مدني ټولنه یې د دولت او خلکو تر منځ یو پل وباله او زیاته یې کړه چې د مدني ټولنې ادارې تر هر چا په زیاته کچه ستنونزې پیژندي. ښاغلي حمیدی له مدني ټولنې ادارو وغوښتل چې څارنوالۍ سره اوږه په اوږه هڅه وکړي  څو عدالت تأمین کړای شی او قانون حاکم وګرځولای شی.

په دې ناسته کې د هیواد لوی څارنوال یادونه وکړه چې د افغانستان د خلکو تر ټولو لویه ستونزه د قانون حاکمیت ستونزه ده. هغه مدني ټولنې له لارې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د عدالت د تأمینولو او د قانون حاکمیت په هکله مصمم او متعهد دی. همداراز هغه له خلکو وغوښتل چې د دوشنبې پر ورځ چې خلکو سره د لیدنې دپاره ځانګړای کړای شوی، لوی څارنوالۍ ته مراجعه وکړي او خپلې ستونزې له نږدې مطرح کړي. 

تازه‌ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آزمون بخش از معاملات و بخش اول سیرت النبیﷺ برگزار شد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، از کارمندان این اداره آزمون را در بخش‌های مباحث نهم و دهم معاملات و بخش نخست سیرت‌النبیﷺ برگزار کرد...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام در یک برنامهٔ رسمی معرفی شد

مراسم معرفی لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام، با حضور مسؤولان امارت اسلامی افغانستان، برگزار گردید. این برنامه روز دوشنبه ۲۴ ربیع‌الاول سال ۱۴۴۸ هـ.ق (۱۶ سنبله سال ۱۴۰۵هـ.ش) در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها