میربچه کوټ او ګلدرې ولسوالیو د څارنوالیو ساختمان بنسټ ډبرې کیښودل شوې

میربچه کوټ او ګلدرې ولسوالیو څارنوالیو د بنسټ ډبره د ۱۳۹۵ لمریز کال چنګاښ میاشتی په ۱ نیټه د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال ښاغلي نور حبیب جلال او ددې ولسوالۍ د مسوولینو لخوا کیښودل شوه.
په هغه مراسمو کې چې د همدې موخې لپاره په اړوندو ولسوالیو کې ترسره شوه، د تحقیق مرستیال وینا وکړه او ویې ویل: د بنسټ لرل د ادارې اساس او بنسټ تشکیلوي چې الحمدالله د لویې څارنوالۍ ادارې تر یوه بریده دا ستونزه حل کړیده، مګر سره لدې هم باید پدې برخه کې ډیری هلې ځلې وشي. هغه د خلکو څخه وغوښتل چې د قانون حاکمیت او عدالت تامین په برخو کې د لویې څارنوالۍ ادارې سره همکاري وکړي.
ورسته لدې د میربچه کوټ ولسوال عبدالرحیم راشد خبرې وکړې او زیاته یی کړه: د کوهدامن خلک قانون غوښتونکي خلک دی تل یی د محلي ادارو سره د عدالت د تامین په برخه کی مرستی کړي دي.
د میربچه کوټ او ګلدرې ولسوالیو ودانۍ ۴ کاري اطاقونه، ۱ صالون، ۱ مجهزه اشپزخانه/پخلنځای او عصری تشنابونه او احاطوي دیوالونو لري. چې د ۲۵۰ متره مربع په مساحت کی په پاخه او بنسټیزه توګه ابادیږي.
د یادونی وړ ده چې د یادو ودانیو کار د لویې څارنوالۍ ادارې د اختیاري انکشافی بودجې څخه د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کال په اوږدو کې بشپړیږي.