د لویې څارنوالۍ حقوقي ستاژ نهم پړاو آزموینه واخیستل شوه
دا برنامه نن د کب په ۱۸ د چهارشنبی په ورځ په لويه څارنوالي کی ترسره شوه. پدی برنامه کی د مرکز او ولایتونو څخه د لوی څارنوالۍ ۲ سوه کارکوونکو ګډون کړی وو. دا ازموینه د تحقیق په چارو کی د لوی څارنوال مرستیال څارنپوه نور حبیب جلال او د دی ادارې د ځینو مرکزي ادارو رئیسانو د نظر لاندی ترسره شو.
د تحقیق په چارو کی د لوی څارنوال مرستیال څارنپوه نور حبیب جلال د برنامې په ترڅ کی وویل:" زمونږ د لمړیتوبونو څخه یو لمړیتوب د زدکړې زمینې برابرول دي. دا ازموینه به د روڼتیا او صداقت سره وارزول شي. "
د ښاغلي جلال په وینا لویه څارنوالي هڅې کوي چې په راتلونکي کې د دی ادارې د کارکونکو لپاره د زدکړو لازیات فرصتونه برابر کړي.
د دي برنامې ۵۰ کسه ګډونکوونکي به د کابل پوهنتون د حقوقي زدکړو مرکز کی جذب شي. یاد شمیر کسانو ته به پدی مرکز کی یو کال زدکړه ورکړل شي.
