د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی د بیان د آزادۍ په لار کې ستر خنډ دی

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۶/۲/۱۱ - ۸:۳۹
ago

 

جمشید رسولی د لوی څارنوالي ویاند خبریالانو پر وړاندي  د تاوتریخوالي موضوع په یوه خبري غونډه کې بیان کړه.

دا کنفرانس د حکومت د رسنيو په مرکز کې د دوشنبيې  په ورځ د وری میاشتي په ۱۱ مه نیټه پېل شو.

 

دا غونډه د څیړنو کمیټې موندنو او خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضيو د څیړنې  په موخه جوړه شوه. یاده کمیټه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پلټنو، او همداراز، خبریالانو او حکومتي چارواکو حقونو دفاع لپاره جوړه شوې  وه.

لوی څارنوالي، ملی امنیت، د کورنیو چارو وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازي او د افغانستان د ژورنالستانو ټولنه د دې  کمیټې غړو څخه شمیرل کیږي.

نوموړي کمیټې  د خبریالانو 679 شکایتونه ارزولي. د دې  کمیټې  موندنو په پایله کې  د قتل 60 قضیې ، د ټپیانو 46 قضیې ، د وهلو او ټکولو 222 قضیې ، د غیر قانوني توقیف 86 قضیې ، د تښتونې 29 قضیې  او خبريالانو پر وړاندې د سپکاوي 238 موضوګانې  پیژندل شوي دي.

د لوی څارنوالۍ  ویاند ښاغلي رسولی په وینا، په ټولیزه توګه د 679 قضیو څخه 252 قضیې  د دلایلو پرته له پامه غورځول شوي دي. نوموړي زياته کړه: 401  قضیې  کشفي او امنيتي ادارو ته، 7 قضیې  لوی څارنوالي ته او څو نورې قضیې  سترې محکمې ته سپارل شوي دي.

د ښاغلي رسولي په باور، رسنۍ  د حکومت یوه څانګه ده. له دې کبله لوی څارنوالي خبریالانو پر وړاندې  د تاوتریخوالي قضیې په جدي او قانوني توګه تعقیبوي. لوی څارنوالي د قانون له مخې ژمن دی  چې په کلکه د خبریالانو حقونو څخه دفاع وکړي.

 

 

تازه‌ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

برگزاری برنامهٔ آموزشی پیرامون اهمیت و جایگاه وقت از دیدگاه دین مبین اسلام

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، به‌منظور ارتقای آگاهی دینی و تقویت فرهنگ استفاده مؤثر از وقت، برنامهٔ آموزشی تحت عنوان «اهمیت و جایگاه. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها