د ښار جوړونې وزارت د څلور لوړ پوړو کارکوونکو د استېناف محکمه ترسره شوه

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۳/۳۱ - ۱۵:۳۹
30

د اداري فساد د لویو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز نن د سه شنبې په ورځ د غبرګولي د میاشتې په دېرشمه نېټه د څلورتنو محکمه په ښکاره توګه ترسره کړه.

په دې غونډه کې اداري او مالي سلاکار او د آپارتمانونو د همغږۍ مسؤل محمد امین قانع، مالي او اداري آمر سید امان الله سادات، د کور جوړونې د تصدۍ پخوانی مشر احمد نیاز بختیار او د ښار جوړونې وزارت د کور جوړونې د تصدۍ د پلان آمر محمد یعقوب ابراهیمی محاکمه شول.

د دې غونډې قضایي هیأت د ابتدائي  محکمې هغه پرېکړه چې احمد نواز بختیار د شپږو قضیو په تړاو او د دندې څخه د ناوړه ګټه اخېستلو په تور د جزا د قانون د ۲۸۵ مې مادې د ۲ فقرې له مخې د هرې قضیې په بدل کې په یو کال او دوو میاشتو حبس او د همدې قانون د ۱۸۵ مادې له مخې په بشپړه توګه په اووه کاله تنفیذی بند محکوم شوی وو، تایید یې کړه.

له بلې خوا دهغې هیأت د ابتدائي  محکمې هغه پرېکړه چې د جزا قانون د شپږمې مادې دویمې فقرې  او د تدارکاتو قانون د ۹۴ مادې له مخې هر یو احمد نواز بختیار او محمد یعقوب غایب تورن چې په ۴۴۳ میلیونه ۲۰۶ زره او ۴۴۲ افغانیو په تاوان محکوم شوي  وو، تایید یې کړه.

همدارنګه محمد امین قانع او سید امان الله سادات په ۲۴ قضیوکې د دندو څخه د ناوړه ګټه اخېستلو په تور د جزا قانون د ۲۸۵ مادې دویمې فقرې له مخې او د نوموړي قانون د ۳۹ مادې په پام کې نیولو سره سم د هرې قضیې په بدل کې د یو کال او دوو میاشتو په بند محکوم شول.

دغه دوه تنه د اختلاس په قضیه کې په ۸۶ میلیونه ۸۲۲ زره او ۷۲۱ افغانیو تورن وو، د جزا قانون د ۲۸۶ مادې دویمې فقرې له مخې او د همدې قانون د ۳۹ مادې په پام کې نیولو سره سم هر تورن د شپږو کالو په بند محکوم شول چې په بشپړه توګه د هر یو بند ۳۴ – ۳۴ کاله کیږي، مګرد جزا قانون د ۱۵۸ مادې سره سم، زیات نه زیات قید د جنایتکارانو لپاره د ۲۰ کلونو څخه زیات ندی ټاکل شوی، نوله همدې امله دغه یاد شوي کسان د ۲۰ – ۲۰ کالو په بند محکوم شول.  

همداراز دغه دوه تنه د اختلاس په جرم، د اختلاس شوو پیسو په اندازه د محکمې لخوا جریمه، او د قانون څخه د سرغړونې په تور محکوم شول.

د قضایي هیأت په وینا د محکمې حکم قطعي او وروستي  ندی او په درېیمه محکمه کې د محکوم شوو کسانو حقوق د قانون سره سم په پام کې نیول کیږي.

تازه‌ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

برگزاری برنامهٔ آموزشی پیرامون اهمیت و جایگاه وقت از دیدگاه دین مبین اسلام

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، به‌منظور ارتقای آگاهی دینی و تقویت فرهنگ استفاده مؤثر از وقت، برنامهٔ آموزشی تحت عنوان «اهمیت و جایگاه. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها