د تحریر پلاوي غونډه ترسره شوه

د لويې څارنوالۍ د مجلې تحریر پلاوي غونډه نن د زمري پر یوولسمه ترسره شوه.
د تحریر پلاوي غړیو وویل، چې راپورونه باید په عامه ژبه ولیکل شي، چې ټول خلک په اسانه پرې وپوهېږي.
نوموړو زیاته کړه، د خبرونو مخاطبین لوستي او د لږې پوهې خاوندان دي؛ غوره دا ده، چې خبرونه د عام ولس په ژبه ولیکل شي.
د لويې څارنوالۍ د عامه اړیکو او ارتباطاتو رییس شاه محمد خپلواک د لويې څارنوالۍ په جریده کې د راپورونه کره والی اړین بولي او زیاتوي، چې د څارنوال مجلې لپاره مقالې بشپړې شوې او هڅه کېږي، چې دا مجله ژر تر ژر چاپ ته چمتو شي.
"