لويې څارنوالۍ د افغانستان د اساسي قانون اونۍ ونمانځله

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۶/۱۰/۱۰ - ۷:۵۱
9

لویې څارنوالۍ د روان کال د مرغومي پر لسمه د افغانستان د اساسي قانون د تصویب اونۍ نمانځغونډه جوړه کړه. په دغه نمانځغونډه کې د افغانستان لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د افغانستان د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون غړي قضاوتیار محمد عارف حافظ، د لويې څارنوالۍ مرستیالانو، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي عمومي څارنوالۍ رئیسې شازیې یوسفي او رئیسانو ګډون کړی و.

په نوموړې نمانځغونډه کې د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي وویل، چې اساسي قانون افغانانو ته یو معتبر او ارزښتناک سند دی او دا قانون د څو نسلونو د مبارزو ثمره ده.

ښاغلي حمیدي ټینګار وکړ، د افغانستان اساسي قانون د سیمې په کچه یو غوره اساسي قانون دی او دا قانون د ولس د ازادۍ او حقونو د خونديتابه یوه وسیله ګڼل کېږي. نوموړی وايي، لویه څارنوالي د قانون د پلي کوونکي ارګان په توګه د وګړیو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې ژمنه ده.

د نوموړي په وینا، لویه څارنوالي به د هغو کړنو پر وړاندې چې د وګړو د ازادۍ د سلب لامل کېږي، غلې پاتې نه شي. ښاغلی حمیدي زیاتوي: «څارنوالان باید د تورنو کسانو د جرمونو په اړه هراړخیزه څېړنده وکړي، تر څو د ناپامۍ له امله له یوه بې ګناه کس څخه د ازادۍ حق وانه خيستل شي.»

له دې سره سم قضاوتیار محمد عارف حافظ له لويې څارنوالۍ څخه د اساسي قانون اونۍ د نمانځنې له امله مننه وکړه او ويې ویل، د لويې څارنوالۍ د کاري خپلواکۍ د ساتنې په برخه کې د دغې ادارې ملاتړ کوي.

نوموړي وویل: « د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون دنده لري، چې په شخصي او دولتي ادارو کې د اساسي قانون تطبیق او نقض وڅاري او د نقض په صورت کې دا کمېسیون اړ دی، خپلې څېړنې جمهور رئیس ته وړاندې کړي.»

بلخوا شازیه یوسفي وايي، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون له ښځو سره هر ډول تاوتریخوالي جرم ګڼي او ترسره کوونکي يې د قانون پر اساس مجازات کېږي. نوموړې زیاتوي: «د دغه قانون موخه د ښځو د کرامت ساتنه او له ښځو سره د تاوتریخوالي پای ته رسونه ده.»

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اساسي قانون په ۱۳۸۲ کال کې په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو کې د لویې جرګې لخوا تصویب شوی او د افغانستان د اساسي قانون د تصویب اونۍ په هېواد کې هر کال د بېلابېلو دولتي ادارو لخوا نمانځل کېږي.

تازه‌ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۲۵
Background image

برنامهٔ «اصلاح نظام اداری و احیای روحیهٔ مسئولیت پذیری» در لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، به منظور مدیریت سالم، ارتقای نظم کاری و تقویت روحیهٔ مسئولیت پذیری، برنامهٔ را تحت عنوان «اصلاح نظام اداری و روحیهٔ مسئولیت پذیری» راه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۵
Background image

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام، امتحان مسائل دینی را برگزار کرد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، امتحان نصاب ریاست عمومی دعوت و ارشاد را از کارمندان مسلکی و اداری این اداره اخذ کرد...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۹:۳۷
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام و رئیس کمیتهٔ انتقال زندانیان اتباع افغان خارج از کشور با سفیر ایران در کابل دیدار کرد

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام و رئیس کمیتهٔ انتقال زندانیان اتباع افغان خارج از کشور با سفیر ایران در کابل دیدار کرد محترم الحاج مولوی شمس الدین شریعتی لوی رئیس نظارت و تعقیب. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها