لویې څارنوالۍ د دغې ادارې د ۱۳۹۶ مالي کال د لګښتونو د ارزونې په موخه غونډه وکړه

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۶/۱۰/۴ - ۱۳:۳۵
220

لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۶ مالي کال د لګښتونو د ارزونې په موخه د روان کال د مرغومي پر څلورمه غونډه وکړه.

په نوموړې غونډه کې د لویې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال وحيدالدین ارغون، مالي آمر، د ظرفیت لوړونې آمر، د مسلکي زده کړو انستیتیوت د پلان جوړونې آمر، اجرییه مدیرانو، د بهرنیو اړیکو او پلان جوړونې ریاست آمر، د عسکري څارنوالۍ د مالي چارو آمر، له کورني او بهرني امنیتي جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ د مالي چارو آمر او د JSSP ادارې غړیو ګډون کړی و.

ښاغلي وحیدالدین ارغون د ۱۳۹۶ کال د بوديجې د لګښت، ستونزو او د راتلونکي ۱۳۹۷ مالي کال د لګښتونو د پلان په اړه توضېحات ورکړل. نوموړي وویل: «په تېر مالي کال کې دغې ادارې ۹۸ سلنه عادي بویجه او ۸۵ سلنه پراختیايي بودیجه لګولې ده.»

له دې دسره سم د لويې څارنوالۍ له خوا د دغې ادارې عسکري معاونیت ته ۱۵۳ میلیونه افغانۍ عادي بودیجه ځانګړې شوې وه، چې ۱۵۱ میلیونه یې لګولې او ۱ میلیون پاتې، چې نوموړي معاونیت د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره ټولټال ۹۹,۳۲ سنله بودیجه مصرف کړې ده.

همدارنګه له کورني او بهرني امنیتي جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ته ۱۵۱ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې له دې څخه یې ۱۴۹ میلیونه افغانۍ لګولې دي او د ملکي څارنوالۍ لپاره ۸۷۲ میلیونه، ۳۱۶ زره او ۷۸۶ افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې له دې جملې څخه یې ۸۵۵ میلیونه، ۶۶۶ زره او ۱۴۳ افغانۍ لګولي او ۱۶ میلیونه، ۶۵۰ زره او ۶۴۳ افغانۍ يې نه دي مصرف کړې.

په ورته مهال کې د ۱۳۹۶ مالي کال انکشافي بودیجه تر تعدیلاتو مخکې ۱۹۴ میلیونه، ۸۰۱ زره او ۲۲۷ افغانۍ وه، چې تر تعدیلاتو وروسته دا بودیجه ۱۹۵ میلیونه، ۵۸۹ زره او ۹۷۲ میلیونه افغانۍ ته لوړه شوه. له دغې پراختیايي بودیجې څخه ۱۶۷ میلیونه، ۲۹۵ زره او ۳۷۱ افغانۍ لګول شوې او ۲۶ میلیونه يې لا نه ده مصرف شوې.

په ټوله کې د هېواد ۱۴۳ ولایتونو ته ۷۶۵ میلیونه، ۸۹۰ زره او ۸۱۰ افغانۍ ځانګړې شوې وه، چې له دې جملې څخه يې ۷۵۳ میلیونه، ۲۸۵ زره او ۲۹۱ افغانۍ لګول شوې او ۱۲ میلیونه، ۶۰۵ زره او ۵۱ میلیونه افغانۍ نه ده مصرف شوې.

ښاغلي ارغون د راتلونکي ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه دوه میلیارده، ۳۲۷ میلیونه، ۵۹۰ زره او ۴۵۲ افغانۍ وګڼله او زیاته يې کړه، چې ۱۱۲ میلیونه، ۷۶۱ زره افعانۍ یې د د دغې ادارې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د پروګرامونو ترسره کولو ته ځانګړې شوې ده.

ښاغلي ارغون د دغې ادارې لپاره ځانګړې شوې بودیجې په اړه هم د ګڼو خنډونو یادونه وکړه، نوموړي وویل، چې د مالي او اداري کارکوونکو په برخه کې د مسلکي کارکوونکو نشتوالی او له ولایتونو څخه مرکز ته پر وخت د راپور نه استول او دې ته ورته ګڼې ستونزو سره په تېر مالي کال کې لاس او ګرېوان وو. نوموړي هيله څرګنده کړه، چې په راتلونکي مالي کال کې یادې سونزې حل شي، چې د بودیجې د لګښت د لار روڼوالي سبب شي.

نوموړو وویل، په راتلونکي مالي کال کې په پام کې لري، چې د دغې ادارې د کارکوونکو لپاره په مرکز کې يو روغتیايي کلنیک او په ځینو ولایتونو کې د استیناف څارنوالیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړي او د دې تر څنګ به په راتلونکي مالي کال کې دا اداره د ټرانسپورټي ستونزو د حل په موخه څه باندې شل وسایط او دوه امبولانسونه هم وپېري.

د یادونې وړ ده، چې د تېر مالي کال په نسبت د لويې څارنوالۍ سږ کلني بودیجه ډېره ده او هڅه به وشي، چې د دې ادارې لپاره پراختیايي او بنسټيز کارونه ترسره شي.

تازه‌ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۲۵
Background image

برنامهٔ «اصلاح نظام اداری و احیای روحیهٔ مسئولیت پذیری» در لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، به منظور مدیریت سالم، ارتقای نظم کاری و تقویت روحیهٔ مسئولیت پذیری، برنامهٔ را تحت عنوان «اصلاح نظام اداری و روحیهٔ مسئولیت پذیری» راه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۵
Background image

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام، امتحان مسائل دینی را برگزار کرد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، امتحان نصاب ریاست عمومی دعوت و ارشاد را از کارمندان مسلکی و اداری این اداره اخذ کرد...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۹:۳۷
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام و رئیس کمیتهٔ انتقال زندانیان اتباع افغان خارج از کشور با سفیر ایران در کابل دیدار کرد

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام و رئیس کمیتهٔ انتقال زندانیان اتباع افغان خارج از کشور با سفیر ایران در کابل دیدار کرد محترم الحاج مولوی شمس الدین شریعتی لوی رئیس نظارت و تعقیب. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها