د څرخي پله له زندان څخه ۹۲ زندانیان ازاد شول

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۱۰/۱۳ - ۱۵:۳۵
42

 

د څرخي پله له زندان څخه د جمهور رئیس د ۱۶۸ ګڼې فرمان پر اساس چې د میلا النبي په مناسب صادر شوی و، د ۱۳۹۶ کال د مرغومي پر ۱۳ نېټه ۹۲ زندانیان چې دوه پکې ښځې دي، ازاد شول. دا زندانیان د جمهور رئیس د نوموړي فرمان د پلې کېدو په درېیم پړاو کې ازاد شوي دي.

د دغو زندانیانو د ازادېدو پر مهال د احکامو تنفیذ څارنوالۍ او د دغه فرمان د پلي کوونکي کمېسیون رئیس څارنیال محمد اسعد ساپي، د څرخي پله د زندان عمومي رئیس مل پاسوال محمد تواب احمدزي او د بخښنې او بند مودې د کموني فرمان د پلي کوونکې کمېټې غړو حضور درلود.

ښاغلي څارنیال محمد اسعد ساپي زندانیانو ته وویل، موږ هوډ کړی، چې قانون پر وخت پلی شي او همداراز د جزا قانون یوازې د مجرمانو د مجازاتو قانون نه، بلکې د وګړو د ازادۍ تظمینونکی قانون دی.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ هيله دا ده، چې د هېواد ټول اتباع قانون ته احترام وکړي او خپلې چارې له قانون سره سمې ترسره کړي.»

 

له دې سره سم مل پاسوال محمد تواب احمدزي ازاد شویو زندانیانو ته په خطاب سره وویل، چې په راتلونکې کې دې له جرمي کړنو ځان وساتي.

په ورته مهال کې ازاد شویو زندانیانو د زندان د مسؤولانو له ښه چلند څخه مننه او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکي کې به جرمي کړنې نه ترسره کوي او عادي ژوند ته به دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې د جمهور رئیس د بخښنې او بند مودې د کموني د ۱۶۸ ګڼې فرمان له مخې چې د میلاد النبي په مناسبت صادر شوی، په تېرو دوو نورو پړاوونو کې څه باندې ۲۰۰ زندانیان ازاد شوي او ټاکل شوې، چې د دغه فرمان پر اساس په به راتلونکي کې ځینې نور هم زندانیان له دغه زندانیان څخه ازاد شي.

تازه‌ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها