لویې څارنوالۍ د دغه ادارې مرکزي او ولایتي څانګو ته ۲۵ موټره توزېع کړل

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۶/۹/۲۸ - ۱۵:۵۱
46

 

لويې څارنوالۍ د دغې ادارې مرکزي او ولایتي څانګو ته د ټرانسپورټي ستونزو د له منځه وړلو په موخه ۲۲ کرولا ډوله او درې هایلکس موټره د روان کال د لیندۍ پر ۲۸ توزېع کړل.

د نوموړو وسایطو د توزېع مراسم د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون په مشرۍ ترسره شول.

ښاغلي ارغون وویل، چې د هر کرولا (۲۰۱۷) موټر بیه دوه میلیونه او اتیا زره افغانۍ ده، چې ټولټال د ۲۲ کرولاوو بیه ۴۵ میلیونه، ۵۷۶ زره افغانۍ کېږي او د دې تر څنګ د هر هایلکس (۲۰۱۴) موټر بیه دوه میلیونه او ۴۲۵ زره افغانۍ ده، چې د درې واړو هایلکس موټرو بیه اووه میلیونه او ۲۷۵ زره افغانۍ کېږي.

ښاغلي ارغون زیاته کړه: «د یادو شویو وسایطو په استفادې سره به د دغه ادارې نژدې ۸۰ سلنه ټرانسپورټي ستونزې حل شي.»

نوموړی وايي، لویه څارنوالي په پام کې لري، چې په ۱۳۹۷ مالي کال کې هم د دغې ادارې د کارکوونکو د کاري اسانتیاوو په موخه ۲۳ کرولا موټرې او دوه امبولانسونه وپېري او د دغه وسایطو په پېرلو سره به د لویې څارنوالۍ د مرکزي او ولایتي څانګو ټرانسپورټي ستونزې هوارې شي.

ښاغلي ارغون موټر چلوونکو ته لارښوونه وکړه، چې له یادو شویو وسایطو څخه په احتیاط سره استفاده وکړي.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د لويې څارنوالۍ په مرکزي اداره کې له ۸۳ موټرو څخه استفاده کېږي او د دې ادارې هره ولایتي څانګه له یوه موټر څخه تر درېيو موټرو پورې په اختیار کې لري.

تازه‌ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آزمون بخش از معاملات و بخش اول سیرت النبیﷺ برگزار شد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، از کارمندان این اداره آزمون را در بخش‌های مباحث نهم و دهم معاملات و بخش نخست سیرت‌النبیﷺ برگزار کرد...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام در یک برنامهٔ رسمی معرفی شد

مراسم معرفی لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام، با حضور مسؤولان امارت اسلامی افغانستان، برگزار گردید. این برنامه روز دوشنبه ۲۴ ربیع‌الاول سال ۱۴۴۸ هـ.ق (۱۶ سنبله سال ۱۴۰۵هـ.ش) در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها