په مرکز او ولایتونو کې د لویې څارنوالۍ ریاستونو ته اته کسان معرفي شول

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۹/۸ - ۱۶:۵۰
53

د هېواد د مرکز او ولایتونو د لویې څارنوالۍ د ریاستونو لپاره اته رییسان معرفي شول. نوموړي کسان د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د ۵۰۴ نمبر فرمان له مخې د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ پر اتمه معرفي شول. د نوموړو د معرفۍ په غونډه کې د لوی څارنوال د تحقیقي چارو مرستیال نور حبیب جلال، له ښځو سره د تاوتریخوالي، د ماشومانو د سرغړونو او د بشري حقونو د رعایت څارنوالۍ مرستیالې سینا شنا منصور او د لویې څارنوالۍ یو شمېر رییسانو ګډون کړی و.

د لوی څارنوال د تحقیقي چارو مرستیال نور حبیب جلال وویل، په لویه څارنوالۍ کې نوې ټاکنې د دې لپاره ترسره شوې، چې له فساد سره جدي مبارزه وکړو او د عدالت د پلي کولو او قانون د ټينګولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولرو.

ښاغلي جلال زیاته کړه، په لویه څارنوالۍ کې به د نویو ټاکنو په ترسره کېدو سره شته ستونزې هوارې شي. نوموړي د نویو رییسانو ته په خپلو ورسپارل شویو دندو کې د بریا هیله وکړه.

په همدې حال کې معرفي شویو رییسانو د لوی څارنوال او د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه چې، په پوره توان، دقت، جدیت او رښتیني صداقت سره به خپلې دندې پرمخ وړي او د ناقانونه کړنو مخنیوی به کوي.

د یاد شوي فرمان له مخې نوموړي کسان د سالمې ادارې د جوړولو او په چارو کې د لا ښه والي لپاره د لوی څارنوال په وړاندیز او د جمهوري ریاست په منظوری د دغې ادارې په مرکزي ریاستونو او استیناف څارنوالیو کې ګومارل شوي دي.

د نوموړي فرمان پر اساس، محمد صادق فراهي په خپل بست کې د لوی څارنوال مشاور، شازیه یوسفي له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي عمومي رییسې او محمد ولي هاشمي له ښځو سره د تاوتریخوالي څارنوالۍ د تحقیق رییس په توګه وټاکل شول.

همدارنګه عیسی د هلمند د استیناف څارنوالۍ، عبدالمتین د پکتیکا د استیناف څارنوالۍ، اسدالله وزیري د جوزجان د استیناف څارنوالۍ، سلام جان قلم‌ یار د لغمان د استیناف څارنوالۍ او ډګروال محمد یحیی د کندز د عسکري حوزې د استیناف څارنوالۍ د رییسانو په توګه وټاکل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په لویه څارنوالۍ کې ورته بدلونونه رامنځته شوي، چې له مخې یې د لویې څارنوالۍ په مرکزي اداره او استیناف څارنوالیو کې نوي رییسان په دندو ګومارل شوي دي.

تازه‌ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آزمون بخش از معاملات و بخش اول سیرت النبیﷺ برگزار شد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، از کارمندان این اداره آزمون را در بخش‌های مباحث نهم و دهم معاملات و بخش نخست سیرت‌النبیﷺ برگزار کرد...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام در یک برنامهٔ رسمی معرفی شد

مراسم معرفی لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام، با حضور مسؤولان امارت اسلامی افغانستان، برگزار گردید. این برنامه روز دوشنبه ۲۴ ربیع‌الاول سال ۱۴۴۸ هـ.ق (۱۶ سنبله سال ۱۴۰۵هـ.ش) در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها