په لویه څارنوالۍ کې د چلند روزنیز پروګرام پیل شو
دغه پروګرام د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت له خوا او د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ (JSSP) ادارې په مرسته د لویې څارنوالۍ د نوي ښار په ودانۍ کې د ۱۳۹۶ کال د مرغومي پر ۲۴ پيل شو.
د دغه روزنیز پروګرام موخه له یو بل سره د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو او له مراجعینو سره نېک چلند بلل شوی دی.
د دغه پروګرام د روزونکي سید محی الدین راعي په خبره، د دا ډول پروګرامونو ترسراوی د کارکوونکو، همکارانو او مراجعینو تر منځ د ښو اړیکو سبب کېږي.
نوموړی په دې باور دی، چې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو تر منځ ښه چلند د دولتي ادارو د ملاتړ او د ښې فضا د منځته راتګ سبب کېږي.
په لویه څارنولۍ کې د چلند دا روزنیز پروګرام له مرکز څخه پيل شوی او د ټاکل شوې، چې په ولایتونو کې به د استیناف څارنوالیو ته هم وغځېږي.
