د هېواد لوی څارنوال د څرخي پله له زندانیانو سره ولیدل

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۶/۱۱/۲۲ - ۱۴:۲۳
225

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي او د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروزالدین فېروز د څرخي پله د ۲۰ بستریز روغتون څخه د ۱۳۹۶ کال د سلواغې پر ۲۲ لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې د محابسو او توقیف خونو عمومي رئیس لوی پاسوال عبدالعلیم کوهستاني او د څرخي پله ځینې مسؤولانو هم ګدون کړی و.

د هېواد لوی څارنوال د ۲۰ بستریز روغتون د ناروغانو د لیدنې پر مهال هغوی ته وویل: «زموږ همکاران به ستاسو د ټولو راپور او معلومات ډېر ژر چمتو او تر څېړنې وروسته به د ستونزو د حل په برخه کې عملي ګام واخلو.»

ښاغلي حمیدي اړوندو څارنوالانو ته هدایت وکړ، چې د زندانیانو د ستونزو د حل په موخه دې د هر زنداني دوسیه په جلا توګه وڅېړي.

له دې سره سم د هېواد لوی څارنوال د محابسو عمومي ریاست په تالار کې د زندانیانو له استازو سره هم ولیدل، چې په ترڅ کې يې د زندانیانو ستونزې واورېدې.

د محابسو او توقیف خونو عمومي رئیس لوی پاسوال عبدالعلیم کوهستاني د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي او ورسره پلاوي څخه مننه وکړه چې د څرخي پله زندان ته د لیدنې په موخه راغلي دي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه غونډه کې د څرخي پله زندان کې د زندانیانو په استازیتوب ځینې زندانیان له لوی څارنوال سره د دوی د ستونزو په اړه مخامخ وغږېدل.

لوی څارنوال د هغوی د ستونزو له اورېدو وروسته وویل، ستاسو ستونزو ته باید باید په جدي ډول رسیده ګي وشي. ښاغلي لوی څارنوال د ستونزو پر هواري ټینګار وکړ او تر څنګ يې وویل، چې ناقانونه توقیف ته په قانون کې اجازه نشته او دولت حق نه لري، چې په ناقانونه ډول د وګړو ازادي سلب یا محدوده کړي.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه چې موږ ستاسو پر وړاندې مسؤول یو او کله چې د یو چا د ازادۍ د سلبونې په هکله تصمیم نیسو باید ټول اړخونه یې په نظر کې ونیول شي او تصمیم مو باید منصفانه او عادلانه وي.

نوموړی زیاتوي: «د چا د ازادۍ سلب یا محدودول یو اسانه تصمیم نه دی، باید تصمیم مو ډېر دقیق وي.»

دی وايي، چې موږ د خدای، ستاسې او د افغانستان خلکو ته مسؤول یو او کوم حق چې پر موږ لري، د دغه حق په ادا کولو کې به پوره هڅه او کوښښ کوو.

ښاغلي حمیدي د محابسو له عمومي ریاست او همکارانو څخه د زندانیانو د ښه خدمت په موخه هم مننه وکړه.

د هېواد لوی څارنوال او ورسره پلاوي د کابل ولایت د توقیف خونو عمومي مدیریت څخه د لیدنې پر مهال د تورنو کسانو ستونزې هم واورېدې.

نوموړی د هغوي د ستونزو له اوریدو وروسته وویل: «له موږ څخه یوازې انصاف او عدالت وغواړئ او موږ به ستاسو سره د عدالت رسونې په برخه کې پوره هڅه او کوښښ وکړو.»

د هېواد لوی څارنوال د څرخي پله زندان د اناثیه توقیف خونو څخه هم لیدنه وکړه. او د هغو د ستونزو له اورېدو وروسته یې وویل، چې د بې ګناه زندانیانو سره به انصاف کېږي او هغه څوک چې له کوم جرم پرته دلته ساتل کېږي، دوسیې به یې ژر تر ژره وڅېړي او قانوني پرېکړه به ورته واورول شي.

تازه‌ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

افتتاح تانک تیل با ظرفیت ۸۰ هزار لیتر در تعمیر دارالامان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام

لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، با تکمیل و بهره برداری پروژه تانک تیل در تعمیر دارالامان این اداره، نیازهای ترانسپورتی وسایط اداره را به شکل معیاری برآورده ساخته است. در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۰
Background image

راه اندازی سیمنار علمی «جایگاه دعوت و ارشاد در تحکیم نظام اسلامی»

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا برای برخی از کارکنان این اداره سیمنار علمی را تحت عنوان «جایگاه دعوت و ارشاد در تحکیم نظام اسلامی» برگزار کرد. این سیمنار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

واردات تیل و سایر محصولات نفتی بی‌کیفیت به افغانستان ممنوع شد

سرپرست لوی ریاست نظارت تعقیب فرامین واحکام ا.ا.ا، و رئیس کمیته جلوگیری از واردات تیل وسایر محصولات نفتی بی‌کیفیت به کشور، محترم الحاج مولوی شمس‌الدین شریعتی در یک نشست خبری اعلام کرد که. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها