د ماشومانو سرغړونو ته د رسیدنې ځانګړې څارنوالۍ له خطر سره د مخامخو ماشومانو دفتر تر منځ ناسته وشوه

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۶/۱۱/۲۹ - ۱۵:۳۲
233

په دې ناسته کې، د ماشومانو د سرغړونو ته د رسېدنې ځانګړې څارنوالۍ رئیس محمد داود افضلي، د ابتداییه څارنوالۍ رئیس سید منیر حیدري، د څېړنې رئیس فریده برکي، له خطر سره د مخامخو ماشومانو دفتر مسؤولې زرمینې بهروز، د ځينو امنیتي حوزو مسؤولانو او او د یاد دفتر ځینو غړو ګډون کړی و.

دا ناسته د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۲۹ د ماشومانو سرغړونو ته د رسېدنې ځانګړې څارنوالۍ په ریاست کې وشوه.

په دې ناسته کې، د ماشومانو د شخصیتي فورم اهمیت په دوسیه کې، د ستونزو پر هواري، په چټکۍ د اجراآتو کول او له ماشومانو څخه په ملاتړ خبرې وشوی. ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې له خطر سره د مخامخو ماشومانو دفتر ټولنیز کارکونکي باید د ماشومانو شخصیتي فورم په سم ډول خانه پري کړي او ماشومانو ته د رسیدنې ځانګړې څارنوالۍ د څېړنو موظف څارنوال ته یې وسپاري.

هغو زیاته کړه، له خطر سره د مخامخو ماشومانو دفتر ټولنیز کارکوونکې دې د ماشومانو شخصیتي فورم د څېړنو په مرحله کې ډک کړي او له دوسیې سره دې د پولیسو په لاس څارنوالۍ ته ولېږي.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې، له خطر سره د مخامخو ماشومانو دفتر ټولنیز کارکوونکي دې ماشومانو سره د مصاحب په وخت کې د هغو د شکایت په اساس، د پولیسو یا هم نورو موظفو کسانو د شکنجې یا بدرفتارۍ له کبله، ژر تر ژره څارنوالۍ ته راپور ورکړي.

 

تازه‌ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آزمون بخش از معاملات و بخش اول سیرت النبیﷺ برگزار شد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، از کارمندان این اداره آزمون را در بخش‌های مباحث نهم و دهم معاملات و بخش نخست سیرت‌النبیﷺ برگزار کرد...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام در یک برنامهٔ رسمی معرفی شد

مراسم معرفی لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام، با حضور مسؤولان امارت اسلامی افغانستان، برگزار گردید. این برنامه روز دوشنبه ۲۴ ربیع‌الاول سال ۱۴۴۸ هـ.ق (۱۶ سنبله سال ۱۴۰۵هـ.ش) در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها