د لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۷ کال پلان او تشکیل معرفي شو

hdsadmin
شنبه ۱۳۹۷/۱/۱۱ - ۱۴:۵۱
4

په دغه غونډه کې د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون، د لویې څارنوالۍ د قضایي تعقیب چارو مرستیال غلام حیدر علامه، د لویې څارنوالۍ د عسکري چارو مرستیال څارنپوه عبدالفتاح عزیزي، د بشري سرچینو عمومي رئیس محمد ناصر همت او د ځینو ولایتونو د استیناف څارنوالیو رئیسانو ګډون کړی و. دا غونډه د مسلکي زده کړو انستېتیوت ریاست په تالار کې د ۱۳۹۷ کال د وري پر یوولسمه وشوه.

په یاده شوې غونډه کې د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون وویل:«د لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ۱۳۹۶ کال د هڅو په پایله کې د لویې څارنوالۍ د مسلکي کارکوونکو معاشونه د امکان تر حده زیات کړي او تمه کیږي، چې د څارنوالانو معاشونه هم د قاضیانو له معاشونو سره برابر شي.»

د ښاغلي ارغون په خبره، د ولایتونو استیناف څارنوالیو ته د ۲۵ موټرو په اخیستلو سره د یادو شویو ولایتونو ستونزې تر یوې اندازې کمې شوې دي او د لویې څارنوالۍ رهبري غواړي په دغه برخه کې ټولې ستونزې په کم وخت کې په بشپړ ډول له منځه یوسي.

همدارنګه نوموړي وویل، چې د مسلکي او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې هم جدي ګامونه اخیستل شوي دي.

ښاغلي ارغون زیاته کړه:«په ۱۳۹۶ کال کې د تحصیلي کچې د ټیټوالي له امله ۱۲۵ څارنوالانو ته پر منفعته تقاعد ورکړل شو.»

د لویې څارنوالي د مالي او اداري چارو مرستیال د یادې شوې ادارې د ۱۳۹۷ کال د  تشکیل د پراختیا په هکله خبرې وکړې او  تر څنګ یې د همدې کال په اوږدو کې د درېیو کنفرانسونو د جوړېدو په اړه هم معلومات ورکړل.

د لویې څارنوالۍ د اجرااتو په هکله خلکو ته خبراوی یوه بله مسأله وه، چې ښاغلي ارغون یې یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه مسئلې د خلکو باور په یاده شوې اداره نور هم زیات کړی دی.

په همدې حال کې د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو رئیس محمد ناصر همت د لویې څارنوالۍ د مرکز او ولایتو په ټولو برخو کې د متوازن انکشاف او د جنډر د تساوي  پر مرعاتولو خبرې وکړې. ښاغلي همت زیاته کړه، چې تمه ده په همدې کال کې د ښځو ګډون د لويې څارنوالۍ په تشکیل کې ۲۰.۸ سلنې ته لوړ شي.

نوموړي د لويې څارنوالۍ په تشکلیل کې د هغه بستونو او برخو د یو ځای کولو او مدغمولو په هکله خبرې وکړې، چې نسبتاً مشابه او ورته دندې لري.

ښاغلي همت زیاته کړه، دا کار به د تشکیل د زیاتوالي مخه ونیسي. ښاغلي همت د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې د همدې کال په جریان کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې په موخه د ۳۴ ښځینه څارنوالانو ګومارنه د دې ریاست د لومړیتوبونو څخه دي.

همداراز د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس څرګنده کړه، چې ۸۰  تنه هغه زده کړندویانې به د ولایتونو په مرکزونو کې په دنده وګومارل شي چې مسلکي زده کړې یې په همدغه اداره کې بشپړې کړې دي.

نوموړي د بشري سرچینو د مدیریت سیستم او په دغه برخه کې د اطلاعاتي سیستم (HRMIS) د جوړونې یادونه وکړه، او زیاته یې کړه چې دغه سیستم به د هېواد په ټولو ولایتونو کې هم فعال شي. د ښاغلي همت په باور، دغه سیستم به په کار کې د شفافیت د زیاتوالي تر څنګ د وخت ضایع کېدو مخنیوی هم وکړي.

ښاغلي همت د څارنوالانو د ارزونې آمریت د جوړونې په هکله هم یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه آمریت د بشري سرچینو په ریاست کې د څارنوالانو د فعالیتونو د ارزونې په موخه جوړ شوی دی.

د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو رئیس په لویه څارنوالۍ کې د برېښنایي حاضرۍ د تطبیق په هکله هم خبر ورکړ او ویې ویل، چې دغه سیستم به په نژدې راتلونکي کې د ولایتو په استیناف څارنوالیو کې هم فعال شي.

د نوموړي په خبره، په همدې کال کې د یادې شوې ادارې په ملکي، نظامي او مسلکي برخو کې ۳۱۸ تنه کارکونکي تقاعد شوي او ۸۵ نور به د لویې څارنوالۍ په اداري برخو کې د CBR پروسې له لارې په دنده وګومارل شي.     

 

تازه‌ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

برگزاری برنامهٔ آموزشی پیرامون اهمیت و جایگاه وقت از دیدگاه دین مبین اسلام

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، به‌منظور ارتقای آگاهی دینی و تقویت فرهنگ استفاده مؤثر از وقت، برنامهٔ آموزشی تحت عنوان «اهمیت و جایگاه. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها