په لویې څارنوالۍ کې د ښځو د ځورونې پر ضد د پوهاوي پروګرام جوړ شو

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۲/۵ - ۳:۵۱
61

د لویې څارنوالۍ د جنډر ریاست د مسلکي زده کړو انستیتیوت په تالار کې د ۱۳۹۷ کال د غويي پر پنځمه د ښځو ځورونې پر ضد د پوهاوي پروګرام جوړ کړ.

په دغه پروګرام کې د لویې څارنوالۍ د جنډر رئیسې لیدا حیدري، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي عمومي رئیسې شازیې یوسفي او د دغې ادارې پر ګڼو کارکوونکو سربېره د ښځو پر ضد د ځورونې مبارزې د بنسټ غړو هم ګډون کړی و.

د نوموړي پروګرام په پيل کې لیدا حیدري وویل، چې لویه څارنوالي په دغه اداره کې د ښځو د ونډې زیاتوالي ته ژمنه ده او دغې ادارې سږ کال نژدې ۹۰ زده کړندویانې (کارآموزان) د مسلکي کار د زده کړې په موخه جذب کړې دي.

اغلې حیدري زیاته کړه: «اوسمهال د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې ښځینه څارنوالانې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او همداراز د ښځو د ځورونې د له منځه وړلو په برخه کې په دندو بوختې دي.»

له دې سره سم شازیې یوسفي وویل، چې لویې څارنوالۍ په تېر کال کې د ښځو د ځورونې په برخه کې نژدې ۴۰ قضيې ثبت کړې دي، چې دغو قضیو ته تر ارزونې وروسته لازمه رسیده‌ګي شوې ده.

اغلې یوسفي زیاته کړه: «لویې څارنوالۍ د هغو ښځو د درملنې لپاره چې د ځورونې یا شکنجې له امله پر اروايي ناروغۍ اخته شوې دي، د افغانستان میډیکا موسسې سره يې د هغوی د درملنې هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.»

همداراز په یاد شوي پروګرام کې د ښځو پر ضد د ځورونې مبارزې بنسټ مشرې له دولتي ادارو وغوښتل، چې له ښځو او ماشومانو سره د ځورونې له قانون سره سم چې په دې وروستیو کې نافذ شوی دی، اجراات وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ښځو د ځورونې پر ضد د مبارزې بنسټ د روان میلادي کال د مارچ پر اتمه جوړ شوی او د ښځو د ځورونې پر ضد مبارزه کوي.

تازه‌ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آزمون بخش از معاملات و بخش اول سیرت النبیﷺ برگزار شد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، از کارمندان این اداره آزمون را در بخش‌های مباحث نهم و دهم معاملات و بخش نخست سیرت‌النبیﷺ برگزار کرد...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام در یک برنامهٔ رسمی معرفی شد

مراسم معرفی لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام، با حضور مسؤولان امارت اسلامی افغانستان، برگزار گردید. این برنامه روز دوشنبه ۲۴ ربیع‌الاول سال ۱۴۴۸ هـ.ق (۱۶ سنبله سال ۱۴۰۵هـ.ش) در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها