لویه څارنوالي د معافیت د له منځه وړلو فرهنګ په لومړۍ کرښه کې ولاړه ده

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۲/۱۷ - ۱۶:۵۱
28

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي د ملي کنفرانس پر درېيمه ورځ وویل، چې له قانون نه د معافیت دود سره به جدي مبارزه کوي.

دا درې ورځنی کنفرانس د ۱۳۹۷ کال د غويي پر ۱۵ پيل شو او د دغې میاشتې پر ۱۷ په لویه څارنوالي کې پای ته ورسېد.

د هېواد لوی څارنوال د افغانستان د خلکو د حقونو پر ساتنې ټینګار وکړ او زیاته يې کړه، په دیني مدرسو کې له علماوو سره نژدې اړیکې ټینګې شي او د هغوی له ظرفیت څخه د ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې اعظمي ګټه واخیستل شي.

نوموړي په همدې تړاو وویل: «له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې ملا امامان ګټور رول لوبولی شي او د دې تر څنګ باید په کورنۍ کې د ښځو په اړه زموږ دید هم بدلون ومومي.»

ښاغلي حمیدي وویل، زموږ موخه د افغانستان د خلکو د عزت او کرامت ساتنه او د عدالت تأمین دی.

په ورته مهال کې د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال څارنپوه نورحبیب جلال ټینګار وکړ، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي څارنوالانې چې په ولایتونو کې په دندو بوختې دي، د هغو مېرمنو چې له انساني حقونو بې برخې دي، د انساني حقونو د بیرته ترلاسي لپاره يې باید هلې ځلې ونه سپموي.

ښاغلي جلال وویل: «موږ باید یواځې له ښځو سره د تاوتریخوالي پر مخنیوي ټینګار ونه کړو؛ بلکې د تاوتریخوالي د ريښو د له منځه وړلو لپاره هم جدي هڅې وکړو.»

د کنفرانس په بله برخه کې د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسیون مرستیالې مسعودې کروخي وویل، چې د جنسیتي تبعیض پر ضد د بنسټيزې مبارزې لپاره باید د هېواد تعلیمي نصاب ته پوره پام وشي.

نوموړې په همدې تړاو زیاته کړه، په تعلیمي نصاب کې ډېری داسې موارد شته، چې هلکان له نجونو پياوړي معرفي شوي او په دې برخه کې باید جدي توجه وشي.

نوموړې څارنوالانو ته په خطاب کې وویل: «تاسې له ظالم څخه د مظلوم حق اخلئ او دا ټولنه تاسې ته اړتیا لري.»

د دې تر څنګ د IDLO (د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان) استازې وویل، چې دغه سازمان تر اوسه د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو لپاره په بېلابېلو برخو کې نژدې ۷۰۰ روزنیز پروګرامونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څه باندې درې زرو کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوې ده.

نوموړې همداراز زیاته کړه، چې IDLO د لویې څارنوالۍ په مرسته د دغې ادراې لپاره د قضیو د ثبت انلاین ډېټابېس جوړ کړی او دمګړۍ دا ډېټابېس په ۲۴ ولایتونو کې فعال دی او څه باندې ۱۱ زره او ۳۰۰ قضیې پکې ثبت شوې دي.

لويې څارنوالۍ د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي مخنیوي کنفرانس په داسې حال کې رابللی و، چې لویه څارنوالي د ښځو حقونو ته ژمنه ده او له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې يې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو د تاوتریخوالي پر ضد د مخنیوي آمریتونه ایجاد کړې دي.

 

تازه‌ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آزمون بخش از معاملات و بخش اول سیرت النبیﷺ برگزار شد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، از کارمندان این اداره آزمون را در بخش‌های مباحث نهم و دهم معاملات و بخش نخست سیرت‌النبیﷺ برگزار کرد...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام در یک برنامهٔ رسمی معرفی شد

مراسم معرفی لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام، با حضور مسؤولان امارت اسلامی افغانستان، برگزار گردید. این برنامه روز دوشنبه ۲۴ ربیع‌الاول سال ۱۴۴۸ هـ.ق (۱۶ سنبله سال ۱۴۰۵هـ.ش) در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها