لویې څارنوالۍ ته د تذکرو د پلور، جعل، تذویر، او د تذکرو په سټیکرونو کې د لاسوهنې ۲۴ دوسیې رسیدلې دي

hdsadmin
پنجشنبه ۱۳۹۷/۳/۲۴ - ۱۷:۵۱
7

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشیدرسولي نن د غبرګولي پر ۲۵ د یو خبري کنفرانس له لارې د تذکرو د پلور، جعل، تذویر، او د تذکرو په سټیکرونو کې د لاسوهنې د ۲۴ دوسیو د ثبت خبر ورکړ.

د ښاغلي رسولي په خبره د دغو قضیو اړوند ۵۸ تنه نیول شوي دي، چې اوس په نظارت خونو کې د دوی قضیې تر څیړنې لاندې دي. د لویې څارنوالۍ ویاند زیاته کړه چې دا قضیې د لغمان، ننګرهار، هرات، کندز، کندهار، فاریاب، سرپل، پروان، خوست، پکتیا او بادغیس ولایتونو کې رامنځ ته شوی دي.

ښاغلي رسولي ټينګار وکړ: «په څو ورستیو ورځو کې د امنیتي او کشفي ادارو په هڅو او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره په همغږۍ، ځینو کسانو چې غوښتل یې تذویري او جعلي تذکرې ثبت او ګټه ترې واخلي، نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.» هغه زیاته کړه، چې پر دغو کسانو تراوسه تور دی او د لویې څارنوالۍ له خوا په دې برخه کې څېړنې پیل شوې دي. د ښاغلي رسولي په خبره دا ډول قضیې لومړی د شکایاتو کمېسیون له خوا تثبیت کیږي او له هغې ورسته لویې څارنوالۍ ته استول کېږي.

ښاغلي رسولي بیا هم ټينګار وکړ:«لویه څارنوالۍ ژمنه ده، چې دا ډول قضیو ته هم د نورو قضیو په څېر په جدیت او پرېکنده دریځ سره رسیده‌ګي وکړي تر څو د قانون په رڼا کې عدالت او انصاف رعایت شي.»

هغه زیاته کړه چې د دغو قضیو تر څیړنو وروسته که نورو کسانو هم په دې قضیو کې لاس درلود، د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

ښاغلي رسولي د خپلو خبرو په دوام سره وویل چې د ټاکنو د سرغړنو اړوند قضیو ته د سمې رسیده‌ګۍ په موخه د مسلکي زده‌‎کړو انستیتیوت خپلو کارکوونکو ته د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کیدو په موخه د ټاکنو او جزایي قانون اړوند روزنیز پروګرامونه په پام کې لري.

 

 

 

تازه‌ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آزمون بخش از معاملات و بخش اول سیرت النبیﷺ برگزار شد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، از کارمندان این اداره آزمون را در بخش‌های مباحث نهم و دهم معاملات و بخش نخست سیرت‌النبیﷺ برگزار کرد...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام در یک برنامهٔ رسمی معرفی شد

مراسم معرفی لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام، با حضور مسؤولان امارت اسلامی افغانستان، برگزار گردید. این برنامه روز دوشنبه ۲۴ ربیع‌الاول سال ۱۴۴۸ هـ.ق (۱۶ سنبله سال ۱۴۰۵هـ.ش) در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها