لویه څارنوالي کې د دغې ادارې د مرکزي ریاستونو څارنوالانو ته د جزا کود روزنیز پروګرام پیل شو

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
19

 د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتیوت د حقونو د پراختیا نړيوال سازمان (IDLO) په تخنیکي مرستې د مرکزي ریاستونو څارنولانو ته د جزا کود د عامې برخې پنځه ورځنی روزنیز پروګرام پيل کړ. دا پروګرام ۱۳۹۷ کال د چنګاښ پر ۲۴ د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتیوت په تالار کې پيل شو او د دغې میاشتې تر ۲۸ پورې به دوام وکړي.

په دغه پروګرام کې له مرکزي ریاستونو څخه ۲۵ څارنوالانو ګډون کړی دی.

په یاد شوي پروګرام کې د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتیوت رئيس او د لويې څارنوالۍ ویاند څارنیار جمشېد رسولي د دا ډول پروګرامونو ترسراوی د څارنوالانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې ګټور وباله. نوموړي په دې اړه وویل: «موږ د روزنیزو کورسونو له لارې د څارنوالانو ظرفیت لوړونې ته ژمن یو او د څارنوالانو ظرفیت لوړونه له موږ سره مرسته کوي، چې هېوادوالو ته په غوره توګه خدمات وړاندې کړو.»

نوموړي وویل، چې د مسلکي زده کړو انستیتیوت او د IDLO دفتر د کارکوونکو له لوري د شوې نیازسنجي پر اساس دې پایلې ته رسېدلي، چې څارنوالانو ته د جزا کود په اړه د روزنیزو پروګرامونو جوړول څارنوالانو ته خورا ګټور دي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه، په جزا کود کې ځینې موضوعاتو یا جرمونو ته اشاره شوې، چې بشپړې شرحې ته اړتیا لري او پر دې اساس دا روزنیز پروګرام هم دایر شوی دی.

د لويې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتیوت د رئيس په وینا، دا انستیتیوت به په روان لمریز کال کې نژدې ۴۰ دا ډول روزنیز پروګرامونه د مرکز او ولایتونو څارنولانو ته دایر کړي.

د یادونې وړ ده، چې د مسلکي زده کړو انستیتیوت د روان کال د چنګاښ پر ۱۰ هم د جزا کود په اړه د دغې ادارې رئيسانو ته ورته روزنیز پروګرام جوړ کړی و.

 

تازه‌ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۲۵
Background image

برنامهٔ «اصلاح نظام اداری و احیای روحیهٔ مسئولیت پذیری» در لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، به منظور مدیریت سالم، ارتقای نظم کاری و تقویت روحیهٔ مسئولیت پذیری، برنامهٔ را تحت عنوان «اصلاح نظام اداری و روحیهٔ مسئولیت پذیری» راه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۵
Background image

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام، امتحان مسائل دینی را برگزار کرد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، امتحان نصاب ریاست عمومی دعوت و ارشاد را از کارمندان مسلکی و اداری این اداره اخذ کرد...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۹:۳۷
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام و رئیس کمیتهٔ انتقال زندانیان اتباع افغان خارج از کشور با سفیر ایران در کابل دیدار کرد

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام و رئیس کمیتهٔ انتقال زندانیان اتباع افغان خارج از کشور با سفیر ایران در کابل دیدار کرد محترم الحاج مولوی شمس الدین شریعتی لوی رئیس نظارت و تعقیب. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها