لویه څارنوالي کې د مېرمنو د خوندي کاري چاپیریال د پالیسۍ جوړونې مشورتي ناسته وشو

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۵/۲۴ - ۱۵:۵۱
22

د لويې څارنوالۍ د جنډر او پلان ریاستونو په دغه اداره کې د مېرمنو د خوندي کاري چاپيریال د پالیسۍ جوړونې مشورتي ناسته د ۱۳۹۷ کال د زمري پر ۲۴ وکړه.

په یاده شوې ناسته کې د جنډر د رئیسي لیدا حیدري په ګډون د دغې ادارې ګڼو ښځینه او نارینه کارکوونکو ګډون کړی و.

د جنډر رئیسې دا مشورتي ناسته د مېرمنو د خوندي کاري چاپيریال د خوندیتوب پالیسۍ د لا غنامندۍ په برخه کې ګټوره وبلله او زیاته يې کړه، چې دا پالیسي به د همکارانو او د لويې څارنوالۍ د ښځینه کارکوونکو د نظریاتو پر اساس جوړېږي.

نوموړې زیاته کړه، موږ د یوې نیازسنجۍ له مخې اړینه وبلله، چې داسې پالیسي جوړه کړو، چې مېرمنې په ډاډه زړه په دغه اداره کې دندې پر مخ بوځي.

اغلي حیدري وویل: «د جڼدر ریاست یوه بنسټيزه دنده مېرمنو ته د خوندي کاري چاپيریال چمتو کول دي، که موږ خوندي کاري چاپیریال رامنځته کړو، په اداره کې د مېرمنو د ونډې په زیاتوالي او د چارو د لا ښه تنظیم په برخه کې له موږ سره مرسته کولای شي.»

په یاده شوې پاليسۍ کې به له مېرمنو سره د تبعیضي او تریخ چلن پر له منځه وړنې، مېرمنو ته د کاري سهولتونو پر برابرونې او پر ګڼو نورو داسې مسايلو ټینګار وشي، چې مېرمنو ته کاري استانیاوې رامنځته کوي.

 

تازه‌ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

برگزاری برنامهٔ آموزشی پیرامون اهمیت و جایگاه وقت از دیدگاه دین مبین اسلام

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، به‌منظور ارتقای آگاهی دینی و تقویت فرهنگ استفاده مؤثر از وقت، برنامهٔ آموزشی تحت عنوان «اهمیت و جایگاه. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها