په لویه څارنوالۍ کې ۲۷ نوي رئیسان معرفي شول

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۵/۲۲ - ۱۵:۵۱
59

دغه ۲۷ کسان د لویې څارنوالۍ د وړاندیز او د ۸۴۹ او ۹۲۷ ګڼو فرمانونو له مخې د لویې څارنوالۍ په مرکز او ولایتونو کې د نویو رئیسانو په توګه د ۱۳۹۷ کال د زمري پر ۲۲ د لویې څارنوالۍ د عالي شورا په تالار کې په رسمي ډول معرفي شول.

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي وویل: «دا ګمارنې د وړتیا، ژمنې او مسلک له مخې تر سره شوې دي.» ښاغلي حمیدي ټینګار وکړ، چې د لویې څارنوالۍ رهبري په پرلپسې ډول هڅه کوي، دا لوی امانت، چې د قانون حاکمیت، د عدالت ټینګښت او د هېوادوالو خدمت دی، وړ کسانو ته وسپاري. نوموړي همداراز زیاته کړه، موږ باید له  هر فرصت څخه د هېوادوالو د خدمت په موخه ګټه واخلو، چې هېوادوال په سوکالۍ او د قانون تر سیوري لاندې په عزت او سرلوړۍ سره ژوند وکړي.

د هېواد لوی څارنوال زیاته کړه: «زموږ عدالت زموږ له لومړي چلن څخه پېژندل کیږي او زموږ په نیک چلن سره د هر مراجعه کوونکي عزت، درناوی او انساني کرامت خوندي کیږي. د افغانستان د خلکو ازادي او حقونه زموږ سره یو لوی امانت دی، چی باید ورته درناوی ولرو.»

ښاغلي حمیدي د خپلو خبرو په دوام سره ټینګار وکړ، چې د هېوادوالو د عزت، حیثیت، کرامت او د دوی د حقونو او ازادۍ د دفاع په موخه به تر پخوا جدي او پرېکنده کړنې وکړي.

د جمهوري ریاست د ۸۴۹ ګڼې فرمان له مخې، چې د ۱۳۹۷ کال د زمري پر ۱۰ صادر شوی دی؛ د نیمروز ولایت د استیناف څارنوالۍ پخوانی رئیس محمد شعیب په فوق بست کې د کندهار ولایت د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه،  د کندهار ولایت د استیناف څارنوالۍ پخوانی رئیس عبدالرحمن د دفتر مقام د مشاورینو د بورډ ریاست د مشاور په توګه او د  مشاورینو د بورډ ریاست پخوانۍ مشاور محمد صادق په فوق بست کې د جرمونو د څېړنو ریاست د رئیس په توګه مقرر شو. همداراز د یاد شوي فرمان پر اساس، د جرمونو د څېړنو پخوانی رئیس عبدالوهاب په فوق بست کې پر څېړنو د څارنې د رئیس په توګه، د کابل د استیناف څارنوالۍ د جرمونو د څېړنو امر په لومړي بست کې د نیمروز ولایت د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه او له اداري فساد سره د مبارزې د نهایي څارنوالۍ پخوانۍ رئیسه ظاهره مجاهد په دویم بست کې د مطالعاتو د تدقیق د عمومي ریاست د استهدایو د تدقیق او څېړنو د رئیس په توګه مقرره شوه.

د همدې فرمان له مخې، د بدخشان د استیناف څارنوالۍ د دریم بست مافوق رتبه کارمند سید محمد د تخار ولایت د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه، د تخار د استیناف څارنوالۍ پخوانۍ رئیس محمد غوث د مشاورینو د بورډ ریاست د مشاور په توګه، د کابل د جنوب زون څارنوالۍ پخوانی رئیس نجیب الله عزیزي په فوق بست کې د داخلي تفتیش د رئیس په توګه او د داخلي تفتیش پخوانۍ رئیس محمد جبران مدثر په فوق بست کې د سترې محکمې له اداري فساد سره د مبارزې څارنوالۍ د عمومي رئیس په توګه مقرر شو.

 د یاد شوي فرمان مطابق، له ملکي اداري فساد جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ پخوانی رئیس حکمت الله ناصري په فوق بست کې د ناقانونه شتمنیو د استرداد او پر څېړنو د څارنې څارنوالۍ د عمومي رئیس په توګه، د بغلان ولایت د استیناف څارنوالۍ  د کورني او بهرني امنیت پخوانۍ امر حبیب الله د بدخشان ولایت د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه او د جنډر پخوانی رئیس حسیب الله په دویم بست کې د ماشومانو د سرغړونو د تمیز څارنوالۍ د رئیس په توګه مقرر شو.

همدارنګه د جمهوري ریاست د ۸۴۹ ګنې فرمان له مخې،  د ماشومانو د سرغړونو د تمیز څارنوالۍ پخوانی رئیس محمد رحیم په فوق بست کې د مرکزي استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه، د مرکزي استیناف څارنوالۍ پخوانی رئیس علیم جان په فوق بست کې د کابل ښار د شمال زون د رئیس په توګه، د کړنو او ارزونو امریت پخوانی کارشناس عبدالواسع په دویم بست کې  د سوانح او استخدام د رئیس په توګه، د مشاورینو د بورډ پخوانی مشاور عبدالواسع په فوق بست کې د یاد شوي بورډ د رئیس په توګه، د فاریاب ولایت د ملکي امنیه قوماندانۍ پخوانۍ مرستیال محمد نصیر په لومړي بست کې د جوزجان ولایت د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه او د غور ولایت د استیناف څارنوالۍ پخوانۍ تعقیبي څارنواله نګینه په دویم بست کې د ماشومانو د سرغړونو د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه مقرره شوه.

د یاد شوي فرمان پر اساس، د کابل شمالي زون د استیناف څارنوالۍ پخوانی رئیس په فوق بست کې د ملکي اداري فساد سره د مبارزې څارنوالۍ د رئیس په توګه، د بامیان ولایت د استیناف څارنوالۍ پخوانی رئیس سلمان علي په لومړي بست کې د اداري فساد پر عواملو د مطالعاتو څارنوالۍ د رئیس په توګه، پر څېړنو د څارنې څارنوالۍ ریاست د درېیمې څېړنیزې کمېټې پخوانۍ امر خوشحال په لومړي بست کې د بامیان ولایت د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه، د مسلکي زده کړو انستېتیوت ښوونکی عزیز الله فصیحي په دویم بست کې د مسلکي زده کړو انستېتیوت د رئیس په توګه او  د مسلکي زده کړو انستېتیوت پخوانی رئیس جمشید رسولي په لومړي بست کې د مشاورینو د بورډ ریاست د ملي چارو د مشاور په توګه مقرر شو.

په ورته مهال کې د جمهوري ریاست د ۹۲۷ ګڼې فرمان له مخې، شمس الله په دویم بست کې د دفتر مقام د مشاور په توګه، د کابل غرب زون د استیناف څارنوالۍ پخوانۍ رئیسه پروین حکیمي د احکامو د تنفیذ او څېړنو پر چارو د څارنې د رئیس په توګه او همداراز امین الله امانت د کابل غرب زون د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه مقرر شو. 

 

 

تازه‌ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

برگزاری برنامهٔ آموزشی پیرامون اهمیت و جایگاه وقت از دیدگاه دین مبین اسلام

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، به‌منظور ارتقای آگاهی دینی و تقویت فرهنگ استفاده مؤثر از وقت، برنامهٔ آموزشی تحت عنوان «اهمیت و جایگاه. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها