د لويې څارنوالۍ او افغانستان ملي راډيو تلویزیون تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک امضا شو

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۷/۳ - ۱۶:۵۱
33

لويې څارنوالۍ د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون سره د دغې ادارې د کنفرانسونو، غونډو او فعالیتونو د خبري پوښښ په موخه هوکړه لیک امضا کړ. دا هوکړه لیک د ۱۳۹۷ کال د تلې پر دویمه د دواړه ادارو د باصلاحیته استازو له خوا امضا شو.

د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د لويې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون وویل، چې ملي راډيو تلویزیون د اعتبار وړ ټولیزه رسنۍ ده او لويې څارنوالۍ اړینه وګڼله، چې له دغې رسنۍ سره د خپلو غونډو د خبري پوښښ په موخه یو کلن هوکړه لیک امضا کړي.

نوموړي زیاته کړه: «د دغه هوکړه لیک په امضا کولو سره به خلک د لويې څارنوالۍ له فعالیتونو وخت ناوخت خبر او دا چاره به پر دغې ادارې د خلکو د لا باور سبب شي.»

د لويې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال وویل، چې لویه څارنوالي د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې بېلابېلې قضیې څېړي او د لويې څارنوالۍ له فعالیتونو څخه د خلکو د خبراوی به د جرمونو د کچې په ټيټوالي کې مرسته وکړي.

له دې سره سم د ملي راډیو تلویزیون رئیس محمد زرین انځور وویل، چې د دغه هوکړه لیک په مټ به ملي راډیو تلويزیون تر دې وروسته د لويې څارنوالۍ ټولې مهمې غونډې، پيغامونه او فعالیتونه خپروي او د دې تر څنګ به دا تلویزیون د بې عدالتۍ په مقابل کې د لویې څارنوالۍ له پرېکړو هم راپورونه ولري.

نوموړي وویل، د افغانستان ملي راډيو تلويزیون به د لویې څارنوالۍ په ځانګړې توګه پر عدلي او قضايي فعالیتونو ډېر تمرکز وکړي او تر خلکو به یې ورسوي.

همداراز د ملي راډیو تلویزیون مرستیال محمد عیسی آریا هم دا هوکړه لیک ګټور وباله او زیاته یې کړه، چې په مټ به يې دوی وکولای شي، د لویې څارنوالۍ اړوند لومړي لاس معلومات تر خلکو ورسوي.

ښاغلي آریا وویل، چې د پخوا په پرتله اوسمهال پر لویې څارنوالۍ د خلکو باور زیات شوی او دا د لويې څارنوالۍ د ښو فعالیتونو له امله ده.

د لويې څارنوالۍ او افغانستان ملي راډیو تلويزیون تر منځ د همکارۍ د هوکړه لیک پر اساس او د دواړو اړخونو له نشراتي پاليسي سره سم د لويې څارنوالۍ خبري غونډې تر پوښښ لاندې راوستل کېږي او د دغه هوکړه لیک له مخې به ملي راډیو تلویزیون د ټولنیز عدالت د تحقق او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د علماوو، ځوانانو او ښځو تر منځ وخت ناوخت مناظرې هم ترتیبوي.

 

تازه‌ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آزمون بخش از معاملات و بخش اول سیرت النبیﷺ برگزار شد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، از کارمندان این اداره آزمون را در بخش‌های مباحث نهم و دهم معاملات و بخش نخست سیرت‌النبیﷺ برگزار کرد...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام در یک برنامهٔ رسمی معرفی شد

مراسم معرفی لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام، با حضور مسؤولان امارت اسلامی افغانستان، برگزار گردید. این برنامه روز دوشنبه ۲۴ ربیع‌الاول سال ۱۴۴۸ هـ.ق (۱۶ سنبله سال ۱۴۰۵هـ.ش) در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها