څوک چې پیاده روونه بندوي په نقدي ډول جریمه کېږي

hdsadmin
پنجشنبه ۱۳۹۷/۵/۱۸ - ۱۵:۵۱
38

دا موضوع د کابل د جنوب زون څارنوالۍ ریاست، د دغه ریاست د بېلابېلو څانګو د امرینو او د لومړۍ، دویمې، اوومې او اتمې حوزې د رئیسانو او امرینو تر منځ په یوه ناسته کې مطرح شوه.

د دغه ناستې موخه، د څارنوالۍ، د حوزو د امرینو او د یادو شویو څلورو ناحیو د رئیسانو تر منځ لا همغږي، په ښار کې د جرمونو د کچې ټيټوالی، د ناپلانه او خپل سرو ودانیو د جوړولو مخنیوی، د رېړۍ والو تنظیمول او د ښاریانو د تګ راتګ په موخه د پیاده روونو پاکوالی وبلل شول.

 د دغه ناستې ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې اړونده ناحیې باید د خپل سرو او ناپلانه ودانیو د ثبت او جوړېدنې اسناد د حوزو تر تایید وروسته څارنوالۍ ته هم واستوي.

د یادې شوې ناستې د ګډونوالو د پرېکړې پر اساس، څوک چې د عمومي سړکونو او پیاده لارو په بندولو سره د ښاریانو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کوي، د جزا کود د ۹۰۸ او ۹۰۹ مادو پر بنسټ له پنځه تر لس زره نقدي جریمه محکومېږي.

د دې ناستې ګډونوالو، د یادو شویو چارو د څارنې او ښو اجرااتو په موخه د دا ډول ناستو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه‌ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

برگزاری برنامهٔ آموزشی پیرامون اهمیت و جایگاه وقت از دیدگاه دین مبین اسلام

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، به‌منظور ارتقای آگاهی دینی و تقویت فرهنگ استفاده مؤثر از وقت، برنامهٔ آموزشی تحت عنوان «اهمیت و جایگاه. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها