راځئ د ښځو نړیواله ورځ له لاسته راوړنو سره یوځای ونمانځو!

لويې څارنوالۍ په دې وروستیو کالو د ښځو د ګومارنې او د مېرمنو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي په مبارزه کې رغنده رول لوبولی. دا اداره ژمنه کوي، چې د ښځو د حقوقو په برخه کې لا هم خپلې هڅې کړندۍ کړي او د دوی پر ضد د تاوتریخوالي مخه ونیسي.
په لویه څارنوالي کې د ښځو ونډه
د لويې څارنوالۍ د ورستیو شمېرو له مخې په دغه اداره کې د ښځو ونډه ۲۱.۷ سلنې ته رسېدلې. دغې ادارې په وروستیو څو کالو کې ۱۷۰۴ کسان په دنده ګومارلي، چې ۳۵۹ تنه يې ښځینه کارکوونکې دي او دا شمېره د دې ښکارندویه ده، چې نه یوازې لویه څارنوالي له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې هلې ځلې کوي، بلکې ښځو ته کاري فرصتونه هم برابروي.
د لویې څارنوالۍ د رهبري پلاوي په وینا، په وروستیو کالو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې یوه مرستیالي ایجاده شوې، چې ډېری کارکوونکې يې مېرمنې دي. دمګړۍ په دغه اداره کې له یوې مرستیالۍ سربېره ۱۳ ریاستونه د ښځینه کارکوونکو له خوا اداره کېږي او په ۳۱ ولایتونو کی ښځینه مسلکي څارنوالانې په دنده بوختې دي.
د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي قضیو ته رسیدګی
لویه څارنوالي له ښځو سره د تاوتریخوالي د قضیو د کره څېړلو په موخه په خپل تشکیل کې «له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو قضیو ته د رسیدګۍ» په نامه یوه مرستیالي زیاته کړې، چې دا مرستیالي په پرله پسې توګه هڅه کوي، په هېواد کې له ښځو سره تاوتریخوالی راکم کړي.
لویې څارنوالۍ په دې برخه کې یو لړ عملي ګامونه هم اوچت کړي او د لا پرېکندې مبارزې په موخه د دغې ادارې مسؤولان وايي، له ښځو سره د تاوتریخوالي په قضیو کې نیول شوي مجرمین د ولسمشر د بښنې او بند مودې د کمونې له فرمانونو استفاده نه شي کولی.
دغې ادارې په ۱۳۹۷ کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي او بد چلن تر ۲۷۰۰ زیاتې قضیې څېړلې دي. د لويې څارنوالۍ مسؤولان وايي، د قضیو د ګراف لوړاوی د تاوتریخوالي د لوړاوي په مانا نه ده؛ بلکې ښځې تر پخوا اوس خپلو حقوقو ته زیاتې متوجې شوې او له تاوتریخوالي سره د مخامخېدنې په صورت کې لویې څارنوالۍ ته متضررې ښځې په ډاډه زړه مراجعه کولای شي. دوی دا هم زیاتوي، چې دمګړۍ پر لويې څارنوالۍ د افغانستان د خلکو د باور کچه زیاته شوې ده.
د لويې څارنوالۍ مسؤولان وايي، چې دوی په نژدې څو کالو له حقونو څخه د ښځو د خبراوي ګڼې غونډې ترسره کړې دي، تر څو په هېواد کې مېرمنې وکولای شي، چې د ناانصافي په صورت کې د خپل حق د دفاع لپاره غږ پورته کړي. د دغو غونډو په ترسراوي کې د لويې څارنوالۍ د جنډر ریاست هم اغېزناک رول لوبولی دی.
یاده شوې اداره دا راپور په داسې حال کې خپروي، چې لویه څارنوالي غواړي د ښځو نړیواله ورځ په ځانګړیو مراسمو ونمانځي.