لویې څارنوالۍ په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي ۱۱۷۳ قضیې ثبت او څېړلې دي

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱۷:۲۶
jamshid rasooly

لويې څارنوالۍ د روان مالي کال په تېرو شپږو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۱۷۳ قضيې ثبت کړې او څېړلې دي. یادې قضیې د جنسي تېري، وهل ډبولو، ځورونې، اجباري نکاح، په بدو کې ورکول، د نشه يي توکو استفادې ته اړ ایستل او ګڼې نورې برخې رانغاړي.

د لویې څارنوالۍ له ښځو سره د تاوتریخوالې د مخنیوي او د ماشومانو سرغړونو ته د رسیدګۍ مرستیالې سینا شنا منصور د ۱۳۹۹ د چنګاښ پر پنځمه د حکومت د رسینو مرکز کې یو خبري کنفرانس ته وویل، چې لویې څارنوالۍ د روان مالي کال په تېرو شپږو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۱۷۳ قضیې ثبت او څېړلې دي.

اغلې منصور زیاته کړه، چې یوازې د کرونا د ویروس د خپرېدا په دوران کې هم د دغې مرستیالۍ دروازې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنو مطابق خلاصې وې او تر دې دمه یې په هېواد کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۴۹ قضيې ثبت کړې دي.

د اغلې منصور په وینا، اوسمهال په لويې څارنوالۍ کې د ښځینه څارنوالانو شمېر زیات شوی او پر همدې اساس د ښځو د ځورونې قضیې هم زیاتې ثبتېږي. نوموړې وویل: «پر دیارلسو ریاستونو سربېره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي آمریتونه د مېرمنو له خوا مدیریت کېږي.»

له دې سره سم، د لويې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په دغه کنفرانس کې وویل، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د یادو قضیو له ډلې ۳۳۹ په کابل، ۹۴ په هرات، ۶۷ په ډایکندي، ۶۶ په تخار، ۶۳ په ننګرهار، ۵۷ په بلخ او پاتې یې د هېواد په نورو ولایتونو کې ثبت شوې دي. د هغه په خبره، د تاوتریخوالي تر ټولو ډېرې قضیې د وهلو ډبولو دي، چې شمېر يې ۵۸۴ ته رسېږي او ورپسې د ځورونې قضیې زیاتې دي، چې ۱۴۱ قضیې دي او ۲۱ نورې قضیې د جنسي تېري ثبت شوې دي. ښاغلي رسولي زیاته کړه، د دغو قضیو عاملین په محکمه کې له اعدام څخه نیولې تر دیرش کالو بند او نقدي جزا محکوم شوی دي.

ښاغلي رسولي له ښځو سره د تاوتریخوالي هغه قضیې چې رسنیزې شوې وې، هم یادونه وکړه او ويې ویل: «په جوزجان کې د یوې ښځې د قتل او جنسي تېري قضیې عامل نیول شوی او دوسیه یې د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو تر ارزونې لاندې ده.» نوموړي په پکتیا ولایت کې د یوې مېرمنې د پوزې د پرې کېدو قضيې په تړاو هم وویل، چې عامل يې نیول شوی او قضیې يې محکمې ته سپارل شوې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند زیاته کړه، چې په سمنګان کې هم پر یوې قابلې د جنسي تېري قضیې په تړاو اته کسان نیول شوي او څو تنه یې پر اوو – اوو کالو بند هم محکوم شوي دي او همداراز یې په شپږمې او اوومې امنیتي حوزو کې د ښځو د ځانوژنې عاملینو قضیې هم څېړلي او د محکمو د حکم پر بنسټ هر یو يې په لسو او اتو کلنو بند محکوم شوی دی.

د لويې څارنوالۍ ویاند زیاته کړه، چې دا اداره اوسمهال په دولتي او خصوصي ادارو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخینوي څارنوالي رامنځته کړې، چې تر ډېره يې اداري چارې بشپړې شوې دي. د نوموړي په وینا، دا ځانګړې څارنوالي به په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي قضيې څېړي.

تازه‌ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۲۵
Background image

برنامهٔ «اصلاح نظام اداری و احیای روحیهٔ مسئولیت پذیری» در لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، به منظور مدیریت سالم، ارتقای نظم کاری و تقویت روحیهٔ مسئولیت پذیری، برنامهٔ را تحت عنوان «اصلاح نظام اداری و روحیهٔ مسئولیت پذیری» راه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۵
Background image

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام، امتحان مسائل دینی را برگزار کرد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، امتحان نصاب ریاست عمومی دعوت و ارشاد را از کارمندان مسلکی و اداری این اداره اخذ کرد...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۹:۳۷
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام و رئیس کمیتهٔ انتقال زندانیان اتباع افغان خارج از کشور با سفیر ایران در کابل دیدار کرد

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام و رئیس کمیتهٔ انتقال زندانیان اتباع افغان خارج از کشور با سفیر ایران در کابل دیدار کرد محترم الحاج مولوی شمس الدین شریعتی لوی رئیس نظارت و تعقیب. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها