د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او ننګونو په اړه سیمینار ترسره شو

Hussain_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۴:۱۸
ago

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او ننګونو په اړه سیمینار ترسره شو

مرغومی، ۴، ۱۳۹۹

د لویې څارنوالۍ د حقوقي څېړنیزو ناستو په لړ کې دا ځل د ښځو د تاوتریخوالي قانون د وضاحت او په دغه قانون کې د ابهام او ننګونو په اړه د دغې ادارې ځینو کارکوونکو ته یو ورځنی سیمینار دایر شو. دغه سیمینار د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۴ د لویې څارنوالۍ د غونډو په تالار کې وشو.

په دغه یوه ورځني سیمینار کې د یاد شوي قانون په تړاو د لويې څارنوالۍ د عالي مقام مشاور حمیدالله غلامي له ښځو سره د تاوتریخوالي، د تاوتریخوالي د قانون مبهم ټکي او همداراز له ښځو سره د تاوتریخوالي عوامل څرګند کړل.

د لویې څارنوالۍ د عالي مقام مشاور حمیدالله غلامي په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي یو عامل په ټولنه کې نرواکي او عدالت ته په پوره مانا د لاسرسي نشتوالی په ګوته کوي. ښاغلي غلامي د پوهاوي په دغه ټولګي کې زیاته کړه: «ډېر کله له ښځو سره د تاوتریخوالي یو لامل د زوم له کورنۍ د ناوې په سر د زیات ولور اخیستل دي، چې دا چاره د مېرمنې پر راروسته ژوندانه منفي اغېز پرېباسي او ډېر کله ناوې له تاوتریخوالي سره مخامخېږي.»

نوموړي د دغو عواملو تر څنګ زیاتوي، چې لا هم په لویه څارنوالي کې له څه باندې ۱۶ زرو قضیو څخه ۸ سلنه قضيې له ښځو سره د تاوتریخوالي قضيې دي.

ښاغلی غلامي له ښځو سره د تاوتریخوالي قانون هغو مواردو ته چې په واضح توګه روښانه نه دي، اشاره کوي او وايي، په دغه قانون کې له ښځو سره د تاوتریخوالي په ۲۲ مواردو کې هم داسې موارد شته چې په رڼه توګه نه دي واضح شوي او ډېری وخت د تاوتریخوالي هر اړخ پکې نه دی راخیستل شوی.

نوموړی وايي، په دغه قانون کې راغلي، که یوه ښځه د تاوتریخوالي له کبله ځانوژنه وکړي، مجرم په اوږدمهالي لس کاله حبس محکومېږي؛ خو د تاوتریخوالي د څرنګوالي او د کچې په اړه په قانون کې روښانه څه نه دي راغلي. هغه زیاته کړه، په ورته حالاتو کې باید څارنوالان تر پرېکړې مخکې د تاوتریخوالي ډول او د مجني علیه حالت ته پام وکړي.

د لويې څارنوالۍ عالي مقام مشاور وړاندیز کوي، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د قانون ځينې مادې زیاتې شرحې او روښانتیا ته اړتیا لري، چې له دې سره به عدالت په پوره توګه تأمین شي.

د یادونې وړ ده، تر دې وړاندې هم د دغې ادارې د کنفرانسونو په تالار کې «د جرم د تکرار او تعدد» په اړه یوه ورځنی سیمینار وړاندې شوی و.

دا تالار د روان کال په تله میاشت کې پرانیستل شو او د هېواد لوی څارنوال د دغه تالار د رغونې یوه موخه د روزنیزو سیمینارونو له لارې د کارکوونکو ظرفیت لوړاوی بللي و.

تازه‌ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

۱۶۲ محکوم افغان از ایران به افغانستان انتقال داده شدند

در ادامه روند انتقال محکومین اتباع افغانستان از کشورهای خارجی و در اثر سعی و تلاش کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۱۶۲ تن از محکومین افغان از جمهوری اسلامی ایران به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

انتقال ۵۷۳ تن از اتباع افغانستان از ایران به کشور

در نتیجهٔ تلاش‌ها و پیگیری‌های کمیته (هئیت) انتقال محکومین اتباع افغان خارج از ملک، ۵۷۳ تن از اتباع کشور از جمهوری اسلامی ایران به افغانستان انتقال داده شدند. این افراد طی روزهای ۲۰ و. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها