د هرات پخوانی ښاروال او د دغې ښاروالۍ شپږ نور کارکوونکي ۷۵۰۰۰ زره امریکايي ډالرو بډو ورکولو په تور، په نقدي جزا او بند محکوم شول
د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې د بلخ پخوانی ښاروال غلام حضرت مشفق، د هرات ښاروالۍ د پراختیا او مارکیټونو آمر خالد عمر، د عوایدو آمر وحید الله حقیار، د د ودانیو د کنټرول مامور مسعود نظامي، د تخنیکي خدماتو آمر سمیع الله رضايي، د لوایحو مدیر فرید احمد احمدي او د دې ښاروالۍ د بشري سرچینو مدیر احسان احمد د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۲۵ په حضوري توګه محاکمه کړل.
د څارنوال په صورت دعوا کې راغلي، چې د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې پولیسو ریاست څلور کسیز پلاوی ګومارلی و، چې په هرات ښاروالۍ کې د اداري فساد څرنګوالی وڅېړي، چې د موظف پلاوي تر راپور وروسته دا موضوع د اداري فساد لویو جرمونو ته د رسیدګۍ ابتداییه څارنوالۍ ریاست تر تحقیق لاندې راغله.
د موظف څارنوال د صورت دعوا پر اساس، یاد شوي تورن په ګډه د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې پولیسو ته ۷۵ زره امریکايي ډالر رشوت ژمنه کړې وه، چې د مخکې له مخکې اپراتیفي عملیاتو په پلانولو سره، د هرات د امینه قوماندنۍ په مېلمستون کې ۴۷ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالرو د رشوت ورکولو پر مهال د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ د استازي او د کشفي او امنیتي ځواکونو په حضور کې لاس په لاس ونیول شول.
د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې غلام دستګیر مشفق د ۷۵ زره امریکايي ډالرو د رشوت د ژمنې په تور او خالد عمر د یاد شوي مبلغ د رشوت د وساطت په تور پر پنځو کالو او یوې میاشتې تنقیذي حبس او له دندې پر انفصال محکوم کړل.
یاد شوي پلاوي، وحیدالله حقیار، سیمع الله رضايي، فرید احمد احمدي او احسان احمد د یاد شوي مبلغ د رشوت د ورکولو په تور پر درېيو کالو تنفیذي حبس او له دندې پر انفصال محکوم کړل او همداراز دغه پلاوي مسعود نظامي هم د رشوت ورکولو په تور پر درېيو کالو تنفیذي حبس، له دندې پر انفصال او د ناقانونه وسلې د ګرځولو په تور پر دېرش زرو افغانیو نقدي جزا او د یوه میل وسلې او یوه شاجور پر مصادره کولو اړ وباله.
د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې پلاوي یاد شوي تورن په تضامن توګه د رشوت د معادلې وجهې ۷۵ زره امریکايي ډالرو پر سپارنې او همداراز د وړاندې شوي رشوت ۴۷ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالرو او د سپارل شوي رشوت ۱۵ زرو امریکايي ډالر چې ټولټال ۶۲ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالر کېږي، پر مصادره کولو اړ وبلل.
د یادونې وړ ده، چې د روان کال د سلواغې پر ۶، د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې هم دا تورن په ورته جزا محکوم کړي وو.