د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۷:۰
ago

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست ذبیح الله کلیم په مشرۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۲۳ جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د عالي شوار ګډونوالو د کرونا ویروس له کبله د ماشومانو سرغړاویو ته د رسیدګۍ څارنوالۍ د پخواني عمومي رئیس سید احمدشاه زیوري او د لويې څارنوالۍ د څو نورو کارکوونکو د مړینې تسلیت ووایه او هغوی ته یې د الله تعالی له درباره د جنت الفردوس او کورنیو ته يې د جمیل صبر دعا وکړه.

په دې غونډه کې له اجنډا سره سم، د اهل هنودو د غصب شویو ځمکو د غصب او تثبیت په تړاو د لویې څارنوالۍ د اجرااتو د ځنډ د عواملو راپور د کورني تفتیش څارنوالۍ ریاست له خوا وړاندې شو.

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غړو د موضوع په تړاو تر هراړخیز بحث وروسته له اداري فساد سره د مبارزې څارنوالۍ رئیس په مشرۍ او د دغه ریاست د دوو څارنوالانو په ګډون یوه کمېټه توضیف کړه، چې د قضيې اړوند څارنوالانو د اجرااتو د ځند لاملونه وارزوي او راپور يې راروانې غونډې ته وړاندې کړي.

همداراز د موضوع په تړاو يې یوه بله کمېټه د نشه يي توکو او مسکراتو او غصب شویو ځمکو ته د رسیدګۍ څارنوالۍ په مشرۍ توظیف کړه، تر څو د اهل هنودو د ځمکو او جایدادونو سوابق له څارنوالیو او نورو اړوندو مراجعو څخه راټول او خپل راپور د اوو ورځو په موده کې وړاندې کړي.

په دې غونډه کې د کرونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي په موخه پر وقایوي تدابیرو هم ټینګار وشو او وویل شول، چې له غیرضروري ناستو مخنیوی او د اړتیا وړ وسایل چمتو شي.

یاده شوې غونډه افغانستان کې د سرتاسري سولې د غوښتلو په دعایيې پای ته ورسېده.

تازه‌ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۵
Background image

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام، امتحان مسائل دینی را برگزار کرد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، امتحان نصاب ریاست عمومی دعوت و ارشاد را از کارمندان مسلکی و اداری این اداره اخذ کرد...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۹:۳۷
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام و رئیس کمیتهٔ انتقال زندانیان اتباع افغان خارج از کشور با سفیر ایران در کابل دیدار کرد

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام و رئیس کمیتهٔ انتقال زندانیان اتباع افغان خارج از کشور با سفیر ایران در کابل دیدار کرد محترم الحاج مولوی شمس الدین شریعتی لوی رئیس نظارت و تعقیب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

افتتاح تانک تیل با ظرفیت ۸۰ هزار لیتر در تعمیر دارالامان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام

لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام ا.ا.ا، با تکمیل و بهره برداری پروژه تانک تیل در تعمیر دارالامان این اداره، نیازهای ترانسپورتی وسایط اداره را به شکل معیاری برآورده ساخته است. در. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها