مفتي شېرولي حقاني د ملي راډیو تلویزیون او بدني روزنې عمومي ریاستونو له چارواکو سره تعارفي غونډې وکړې
د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی ریاست د ارشاد حج او اوقافو، امر بالمعروف او اطلاعات او کلتور کمېټې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو د تعقيب په موخه د ملي راډیو تلویزیون، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست له چارواکو سره تعارفي ناستې کړې دي.
دا غونډې د مفتي شېرولي حقاني په مشرۍ د ۱۴۴۴ کال رمضان المبارک میاشتې پر ۲۲ د ملي راډیو تلویزیون د رییس هدایت الله هدایت، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست له رییس مولوي عبدالودود حقاني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ سره شوې دي.

په دې ليدنو کې د کمېټې رییس مفتي شېرولي حقاني د ا.ا.ا د مشرتابه د ۳۲ ګڼې فرمان په اړه د یادو ادارو مشرانو ته بشپړ معلومات ورکړل.
بلخوا د یادو ادارو چارواکو خوښي د امیرالمومنین د فرمانونو او حکمو د پلتیابه لپاره د یوې مرجع پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی چې په دې برخه کې به همکاري کوي.
د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت روانه لړۍ د امیرالمومنین د ۳۲ ګڼې فرمان له صادرېدو وروسته پیل شوې او دا چاره به په ټولو ملکي، نظامي او خصوصي ادارو کې غځېږي.
