د زندانیانو د انتقال کمېټې غړو ناسته وکړه

yama_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۶:۳۱
زندانیان

دا ناسته د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالحجې پر ۲۷ د یاد ریاست د شهرنو په ودانۍ کې جوړه شوه.

ناسته د قران پاک د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.

په دې ناسته کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې له بهرنیو چارو وزارت څخه د دغې کمېټې له مطالبې وروسته د افغانستان د اتباعو د شهرت له رسېدو سره دې دا تر توحیدولو او لیست کولو وروسته بیرته د بهرنیو چارو وزارت ته واستول شي؛ ترڅو موضوع د هغوی د هویت له تثبیت وروسته ډيپلوماټیکو مجراوو ته راپور ورکړي او اړین اجراات وشي.

دغه راز په دې ناسته کې د سترې محکمې عالي مقام ته وړاندیز وشو، چې د هغه افغان بندي په هکله چې د چین په ولسي جمهوریت کې محکوم او په زندان کې وفات شوی و، په هغه هېواد کې یې د تدفین په هکله د اسلامي شریعت د حنفي فقهې له مخې اړینه لارښونه وړاندې کړي.

دا ناسته د افغانستان خلکو ته د خیر په دعا پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده، چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان بندیانو د انتقال کمېټې له دې وړاندې هم ځینې ناستې کړې دي.

د دغې کمېټې په هلو ځلو په بهرنیو هېوادونو کې ځینې محکوم شوي افغان بندیان هېواد ته رالېږدول شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

تازه‌ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آزمون بخش از معاملات و بخش اول سیرت النبیﷺ برگزار شد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، از کارمندان این اداره آزمون را در بخش‌های مباحث نهم و دهم معاملات و بخش نخست سیرت‌النبیﷺ برگزار کرد...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام در یک برنامهٔ رسمی معرفی شد

مراسم معرفی لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام، با حضور مسؤولان امارت اسلامی افغانستان، برگزار گردید. این برنامه روز دوشنبه ۲۴ ربیع‌الاول سال ۱۴۴۸ هـ.ق (۱۶ سنبله سال ۱۴۰۵هـ.ش) در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها