د اسلامي امارت پر کارکوونکو او مسؤلینو د بې ځایه تورونو او د هغوی د بې قدري کولو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه‌ الله هدایات

mozamil_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۰:۵۸
د اسلامي امارت پر کارکوونکو او مسؤلینو د بې ځایه تورونو
د اسلامي امارت پر کارکوونکو او مسؤلینو د بې ځایه تورونو

د اسلامي لارښوونو مطابق پر مسؤلینو باندي بې ځایه تورونه ویل او له واقعیت څخه لیري نقد کول شرعاً جواز نه لري، ارجاف او شائعات خپرول په اسلام کي ځای نه لري او د مسلمانانو تر مینځ هم د کرکي او نفرت سبب کیږي، اعتبار او باور له منځه وړي او همتونه کمزوري کوي.

الله تعالی فرمايي: وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِۦ عِلْمٌ ۚ إِنَّ ٱلسَّمْعَ وَٱلْبَصَرَ وَٱلْفُؤَادَ كُلُّ أُو۟لَـٰٓئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْـُٔولًۭا (الاسرا: ۳۶)

ژباړه: ... هغه څه مه لټوه چي علم ورباندي نه لرې، بې شکه غوږ، سترګه او زړه، هر یو له دوی څخه پوښتل کيږي.

په دې هکله رسول الله صلی علیه وسلم فرمايي: کفی بالمرء کذبا أن یحدث بکل ماسمع. [روا مسلم]، یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه څوک دروغجن بللی چي کومه خبره واوري او (پرته له دې چي سپیناوی یې وکړي) نورو ته ورسوي. دغه ډول منفي تبلیغات په ټولنه کي اضطراب پيدا کوي او په غیر شعوري توګه د دښمنانو سره مرسته کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: من کان یؤمن بالله والیوم الاَخر فلیقل خیراً او لیصمت. [متفق علیه]

ژباړه: څوک چي په الله او آخرت ایمان لري نو یا دي حق خبره وکړي یا دي پټه خوله واوسي.

په بل حدیث کي پیغمبر علیه السلام فرمايي: بئس مطیة الرجل زعموا. [رواه ابوداؤد]

ژباړه: د سړي بد عادت دادی چي په (دوی ویل/چا ویل) باندي استدلال کوي.

د اسلام له نظره دغه کار د تعزیر (سزا) وړ ګرځي.

په دې هکله فقهاء رحمهم الله لیکي:

(التعدي علی المؤظفین العمومیین والمکلفین بخدمة عامة یستحق التعزیر ومن الأمثلة التي أوردها الفقهاء في هذا المجال اهانة العلماء او رجال الدولة بما لا یلیق سواء کان ذلک بالاشارة او القول او بغیر ذلک والتعدي علی أحد الجنود بالید او تمزیق ثیابه او سبه ففیه التعزیر والتضمین عن التلف ومن ذلک اهانة محکمة قضائیة وکذلک جرائم الجلسة فالقاضي له فیها التعزیر وان عفی فحسن ... الموسوعة الفهیة، ج ۱۲ ص ۲۸۳ الفتاوی الاسعدیة ج۱ –ص ۱۶۷-۱۶۶.

ژباړه: پر عامو (حکومتي) کارمندانو او هغوی چي پر عمومي خدماتو ګمارل سوي وي، تیری کول د تعزیر (سزا) ورکولو لامل ګرځي، د دې جملې څخه فقهاء کرامو د علماوو او حکومتي کارکوونکو سپکاوی چي د دوی له شان سره مناسب نه وي، هغه که په اشاره، وینا او یا بل څه وي، د بېلګي په توګه یاد کړي دي.

همدا راز کوم عسکر ته لاس اچول، یا یې جامې څيرل او یا هم بد رد ورته ویل، نو په دې کي تعزیر (سزا) ورکول کیږي او (د جامو څیرلو) تاوان ورڅخه اخیستل کیږي، همدارنګه د قضائي محکمې سپکاوی او قضائي مجلس اخلالول، نو په دې صورتونو کي قاضي تعزیر (سزا) ورکولای سي، خو عفوه بهتره ده.

پورته اسلامي لارښووني د ټولو هیوادوالو، مجاهدینو او خبري رسنیو لپاره شرعي مسؤلیت جوړیږي چي عمل ورباندی وکړي.

والسلام

امیرالمؤمین شیخ االقرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده