د تبدیل شویو مسؤلینو له خوا نویو مسؤلینو ته د اجناسو او عراده‌جاتو د تسلیمولو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی حکم

mozamil_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۴۸
د تبدیل شویو مسؤلینو له خوا نویو مسؤلینو ته د اجناسو او عراده‌جاتو د تسلیمولو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی

ټولو وزارتونو او مستقلو ریاستونو ته!
السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!
صحت او عافیت مو الله جل‌جلاله په نصیب کړه!
وبعد: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لزوم دید له مخې د اسلامي امارت په بېلابېلو وزارتونو او مستقلو ریاستونو کې د مسؤلینو تغیر او تبدیل وخت په وخت جریان لري، نو کوم وخت چې کوم مسؤل تبدیل شي د خپل وزارت یا ریاست اړوند ټول اجناس او عراده‌جات به د یو هیئت په وړاندې نوي مسؤل ته تسلیموي، که کوم څوک په اصولي ډول تسلیمي نه ورکوي، په دې صورت کې دې مافوق مسؤلین په جریان کې اچول کېږي.


والسلام
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوي هبة الله اخندزاده