په لويه څارنوالۍ كې ۹۰ تنو كار كوونكو نه حقوقي ستاژ د شمولیت په موخه كانكور آزموينه واخيستل شوه

hdsadmin
Wed, Feb 24 2016 8:39 AM
ago

 

د ۱۳۹۵ لمریز كال لپاره د لویه  څارنوالۍ بېلا بېلو رياستونو  اوو تنوښځينه و په ګډون ۹۰ تنو كاركوونكو څخه  د حقوقې ستاژ دشمولیت په موخه  د لويه څارنوالۍ  په انګړ کې كانكور ازموينه واخيستل شوه.

په دې ازموينه كې دحقوقو او سياسي علومو، شرعیاتو او د پولیسو اګاډمۍ دپوهنځیو  فارغانو برخه اخيستې وه. چې له يادې شميرې څخه ۶۰ تنه به دكابل پوهنتون  حقوقي زده كړو ملي مركز ته  د حقوقې ستاژ  لپاره لاره  پيدا كړي. چې دوې به دکابل پوهنتون د حقوقي زده کړو په ملی مرکز کې د نهه مياشتو نظرې زده كړو  سر بېره دری میاشتې عملې (پرکتیک) زده کړي په لویه څارنوالۍ کې  بشپړې كړي. ياده آزموينه د ټاكل  شوې ګډ پلاوې ترنظر لاندې واخيستل شوه.

د لويي څارنوالۍ د كچې لوړولو آمر څارنمل  عبدالجليل  "مولوي  زاده"  حقوقي ستاژ لپاره ياده ازموينه د زده كړې د لوړولو په برخه كې ګټوره وبلله.  او وويل: "دحقوقي ستاژ  له پاره دحقوقو او سياسي علومو، شرعیاتو او پولیسو  اکاډومۍ د څانګو  فارغانو څخه هركال لویه څارنوالۍ په انګړ كې آزموينه اخيستل كيږي،  چې په ترڅ كې يې د لوړو نومرو په تر لاسه کولو  کسان  كابل پوهنتون دحقوقي زده کړو خپلواک  ملی مركز ته لاره پيدا كوي. چې نهه میاشتې دمسلکې او تجروبه لرونكو ښوونکو له خوا دښوونې او روزنې لاندې نيول كيږي". نوموړې دحقوقې ستاژ له پاره كانكور دغه پروسه شفافه وبلله. او  وايې، چې اوس مهال په لويه څارنوالۍ كې د دې اداري  دكچې لوړولو  آمريت او يو شمير باندينيو مرستندویه  بنسټنو په  مرسته دلویه څارنوالۍ  كاركوونكو علمې كچې لوړولو په برخه كې ښوونېز او روزنېز پرګرامونه هم دوام لري.

ښاغلي مولوي زاده دیادي آزموینې پرمهال زیاته کړه، چې تر خپل وروستې توانه به هڅه وكړې چې دلويې څارنوالۍ په اړوندو ساحو كې دپوهنې كيفیت لا لوړ كړي.

ديادې ازموينې يوتن ګډونوالې سمیرا "میرزاد" ياده ازموينه د پياوړتيا دلوړولو په برخه كې مهمه وبلله او وويل:" دحقوقي ستاژ د دورې په بشپړيدو سره به په عملې ډګر كې شته ستونزې له منځه ولاړې شې".   

ديادولو وړ ده چې دپخوانې جمهور رييس حامدکرزی موقتې اداري را په دې خوا تردې دمه شاو خوا ۷۰۰  تنه دلويې څارنوالي كاركونكو ستاژ  كورس څخه دفراغت سندونه ترلاسه كړ دی. چې اوس مهال دلويې څارنوالۍ  اداره  كې ټولنې ته د ماموريت په ډګر كې په خدمت بوخت دي.

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS