د څرخی پله له مرکزی زندان نه ۲۵۰ تنه بندیان خوشې شول

hdsadmin
Sun, Mar 13 2016 8:39 AM
ago

 

د اسلام ستر پيغمبرحضرت محمد مصطفي (ص) دنيكمرغه زوكړې (ميلاد) په مناسبت دافغانستان داسلامی جمهوریت جمهور رییس  ديو ځانګړې ۱۱۷  ګڼه فرمان له مخې، د ۲۵ ښځو او ۱۹ ماشومانو په ګډون ۲۵۰ تنه بندیان دڅرخي  پله له مرکزي او د بادام باغ  دښځينه زندانونو څخه درسنیو او د جوړ شوې ګډ كميسيون په شتون کې خوشې شول.

 دهمدی فرمان دتطبیق په موخه  دروان کال په دې ورستيو كې  دڅرخی  پله مرکزی زندان په تالار کې غونډه جوړه شوه،  چې په کې دحکمونو پر تنفیذ باندې د څارنې څارنوالۍ او ددې كميسيون رييس الف "عرفانې"، د څرخې پله مرکزي زندان رییس مل پاسوال سردار محمد "ځاځی"  کورنیو چارو  وزارت، د ملی امنیت لوي ریاست  او بشري حقونو  د خپلواك کمیسيون  استازو په کې ګډون کړی و.

 د دغو بنديانو دخلاصون په غونډه كې  دحکمونو پر تنفیذ باندې  د څارنې څارنوالۍ او ددې كميسیون رييس  الف  "عرفانې"  دغو بنديانو ته دبند څخه د ازاديدو له امله  دمبارکۍ دمراتبو دڅرګندولو په ترڅ کې وويل:  "دغه بنديان داسلام دستر پيغمبرحضرت محمد مصطفي (ص) دنيكمرغه زوکړې په مناسبت د هيواد د جمهور رییس ديو ځانګړې فرمان سره سم  له بند څخه  ازاد شوې دي. چې په خوشې شو بنديانو كې دعادې او دبېلا بېلو جرايمو لرونكې كسان شامل دي."

 نوموړی زیاته کړه ، ددغه فرمان له مخې ، دیو شمیر زندانیانو په حبس کې تخفیف هم راغلی دي.

دښاغلي عرفاني په وینا،  ددغو ۲۵۰ تنو تر څنک په مرکز او ولایتونو کې دنورو زندانیانو ددوسیو څیړل هم دوام لری ، تر څو ټول هغه شمیر کسان  چې په دغه فرمان کې شاملیږ ي ، له زندانه څخه خوشې شي .

دڅرخې پله مرکزي زندان رییس سردار محمد "ځاځی" د دغوبنديانو دخلاصون په غونډه كې  په خپل وار سره خبرې وكړې او  وویل : "چې اوس مهال دڅرخی پله مرکزی زندان داصلاح او روزنې  په مرکز بدل شوی ، تر څو مجرمین له دغه زندان څخه تر خوشې کیدو، وروسته بیا په  جرمونو لاس پورې نه کړي."

په خوشې شوو بنديانوكې يوتن  فضل كريم وویل :  "یو کال حبس می تیر کړ ، نور حبس راته وبښل شو او  وس ډیر خوشحاله یم  چې له زندان څخه خوشې شوم،  دافغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس څخه ډیره مننه کوم ، چې داسلام دستر پيغمبرحضرت محمد مصطفي (ص) دنيكمرغه ميلاد په مناسبت  دا فرمان صادر کړ ، او موږ ددی فرمان پر بنسټ خوشې شوو. "

پیغام مې دادی هغه ورونه چې اوس دبند څخه خوشې شول او خپلو کورنیوته ستنیږې دوې ته درس او نوروته عبرت شې، خدای ناخواسته دوی دوباره د داسې کوم عمل مرتكب نه شې، چې هغه خلاف دشریعت اوقانون وې ، چې دوي د بیا ځلې لپاره زندانې شي.                                                        

 په دغو خوشې شوو ښځينه بندیانو کې یوه هم بی بی زرمېنه ده. هغه وایې،" په پنځه كاله بند باندې محكومه شوې وم، درې كاله  مې تیر کړ، او دوه کاله راته وبښل شو او دكورنٰۍ پر وړاندې دتاو تريخوالې په تور بندۍ وم ،اوس ډیره خوشحاله یم چې  دبند څخه خوشې شوم."

پیغام مې دادی هغه میر منې چې اوس دزندان څخه خوشې شوې خپل عادی ژوند ته ادامه ورکړې او بیا داسې کوم عمل ونکړې چی هغه بیا ځلې لپاره  زندانې شې .

 درسمې شميرو له مخې په ټول هيواد كې د ۸۰۰ ښځينه و په ګډون۲۹۰۰۰ زره په بند باندې محكوم شوې دې، چې ۱۰۰۰۰ يې دڅرخي پله په زندان  او شاو خوا ۱۹۸ دكابل په بادام باغ ښځينه زندان كې  ساتل كيږې. 

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS