کابل کې د قضیو مدیریتي سیسټم د څارنې هیأت ناسته جوړه شوه

hdsadmin
Mon, Apr 11 2016 11:39 AM
43

قضیو مدیریتي سیسټم د څارنې هیأت ناسته چي د ۱۳۹۵ کال وري میاشتې په ۸ مه نیټه جوړه شوه، په دې ناسته کې د افغانستان مدافعو وکیلانو خپلواکې ټولنې، کوچنیانو روزني او اصلاح مرکزونو، ملی دفاع وزارت، قضیو مدیریت سیسټم، ملی امنیت عمومي ریاست، ستره محکمه، کورني او بهرني امنیت پر وړاندې مبارزې څارنوالي، توقیف ځایونو او محبسونو عمومي ریاست، اداري فساد سره مبارزې  ستراتیژۍ د تطبیق څارنې عالي اداره، کورنیو چارو وزارت او د لویې څارنوالۍ ادارې د قضیو مدیریتي سیسټم استازو تر څنګ د افغانستان عدلی سکتور ملاتړ ادارې استازو برخه اخیسته وه.

په دغه ناسته کې په مرکز او ولایتونو د نوموړي سیسټم د ښه پلي کولو او ګټې اخستنه په اړه بحث وشوو. د قضیو مدیریتي سیسټم لپاره د لازیاتو کارکوونکو نیول د دي ناستي بله مهمه موضوع وه.

دا په داسې حال کي ده چې ښاغلي محمد فرید حمیدي د افغانستان لوی څارنوال په ملی شورا کي د خپل کاري پلانونو په څرګندولو کې د قضیو مدیریت سیسټم پلي کول د خپلو کارو د لمړیتوبونو څخه وګاڼه. دا سیسټم د قضیو سموالي، چټکتیا او روڼوالي په برخه کې اغیزمن ګڼل شوی دي.

 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS