لویې څارنوالۍ عالي شورای غونډه ترسره شوه

hdsadmin
Tue, May 24 2016 8:39 AM
ago

 

د لویې څارنوالۍ عالي شورای غونډه د لوی څارنوال محمد فرید حمیدي تر مشرۍ لاندې ترسره شوه. پدغه غونده کې چې نن د یکشنبی په ورځ غويي په ۲۶ نیټه تر سره شوه د مختلفو موضوعاتو په اړه بحثونه او پریکړې وشوې.

د دې غونډې یوه مهمه موضوع د ترافیکو په اداره کې د موټرو پلیټ توزیع ستونزه وه. د کورنیو چارو وزارت ترافیکو ریاست د پلیټونو توزیع د ساده کولو نوې طرحې په اړه د لویې څارنوالۍ سره خبرې وکړط. پدې اړه یو مکتوب کې یادونه شویده " د ۳۹ شمیري دغه اداري لپاره ستونزې رامنځ ته کړيدي. په هرو سلو زرو پلیټونو کې د ۳۹ شمیره ۹۰۰ واره شتون لري او هیڅوک د دې شمیري اخیستو ته حاضر ندي.

پدغه غونډه کې چې د ترافیکو ادارې استازي ګډون درلود، داسې وویل: د یو نیم کال را پدیخوا دې ستونزې د پلیټونو توزیع پروسه د ځنډ او خنډ سره مخ کړيده او د دولت په عوایدو یې هم منفي اغیزه کړیده او همدا راز دا موضوع د فساد زمینه هم برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې په نورو هیوادونو کې د موټرو پلیټونه د موټرو د مالکانو لخوا انتخابیږي او د خوښې وړ پلیټ په بدل کی  دولت ته یو مقدار پیسې ورکوي.

د لويې څارنوالۍ عالي شوري د عامو خلکو د حقونو ژغورولو، فساد سره مبارزې او د جرم کموالي لپاره د کورنیو چارو وزارت ددې طرحې هر کلی وکړ او د نوموړي وزارت څخه یې و غوښتل تر څو ددی وزارت د طرزالعمل/ کړنلارې او د هیواد د قوانینو پر بنسټ دا طرح عملي کړي.

پدغه شورای کی د بحث وړ بله موضوع د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالی د ابتداییه څارنوالی ۷۴ دوسیه وی چه د ځنډ سره مخامخ شويدی. د لویه څارنوالۍ د تفیش ریاست د راپور پر بنسټ دغه دوسیی د ټاکلی مودی څخه زیات وخت پدغه څارنوالۍ کی ساتل شوي. عالی شورای پریکړه وکړه ترڅو یو هیئت و ټاکل شی، دی ولسوالی ته لاړ شی، او دا موضوع په جدي توګه تعقیب کړي. او هرچا چی په پدی اړه بي پروایی کړیوی دندي یی وځنډول شی او تحقیق ته دی معرفی شي.

پدی شورای کی د نور مهمو موضوعګانو په اړه هم بحثونه او پریکړي وشوي.

د لویې څارنوالۍ عالي شورای په اونۍ کې یو وار ترسره کیږي. پدغه شورای کې د مختلفو موضوعاتو په اړه بحثونه او پریکړې کیږي.

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS