د لویې څرنوالۍ عالی شورا ناسته ترسره شوه

hdsadmin
Wed, Mar 01 2017 3:39 PM
32

دافغانستان اسلامي جمهوریت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید "حمیدي" په مشرۍ د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته چې د روان کال د سلواغې د میاشتې په لسمه نیټه د نوې ښار څیرمه د لویې څارنوالۍ په انګړ کې تر سره شوه، په کې   د لويې څارنوالۍ مرستیالان، او ټولو مرکزې مشرانو برخه لرله، چې پر بېلا بېلو مهمو موضوعاتو باندې خبرې اترې او پریکړې ونیول شوې.

دناستې په پیل کې دکدر او پرسونل ریاست د کورنې اوباندنې  امنیت پروړاندې دمبارزې عمومي ریاست دهغو منسوبینو چې نظامي رتبې لرې، قوانېنو اوفرامېنو د زیاتوالې او دطالبانو د واکمنۍ په وخت کې دخدمت له تشې  سره مخ شوې  او  تر دې دمه یې حقونه ندې ترلاسه کړې؛ تر بحث لاندې ونیول شو. دلویې څارنوالۍ عالي شورا پریکړه وکړه،  چې ددې موضوع  د دقېقو څیړنو له پاره باید یوه کمېټه جوړه شې،  او یاده کمیټه مکلفه ده چې تر راتلونکې یوې اونۍ پورې خپل غوښتنلیک جوړ کړې، چې یاد غوښتنلیک به ددقیقو څیړنو وروسته دلویې څارنوالۍ دعالي شورا  له لورې دننګونو دحل په موخه سترې محکمې ته واستول شي .

دغونډې بله مهمه موضوع  دلومړۍ  نظامي څارنوالۍ دځانکړې  څارنوالۍ عمومي ریاست د درنو جرمونو او ادارې فساد سره د مبارزې عدلي اوقضاي مرکز دلوې څارنوالۍ دملکیتونو  دعامه حقونو ددیوان  دڅلورمې حوزې لومړۍ محکمې ۶۶ شمیره وړاندېز،  تربحث او څیړونو لاندې ونیول شوه. عالي شورای په دې برخه کې پریکړه وکړه چې دملکیتونو پيژندلو او ښکاره کولو په موخه دڅلورو وړاندیز شویو مواردو په نظر کې نیولو سره باید ښاروالۍ او دځمکو ریاست یوهئیت وټاکل شې، داهئیت باید دا جوته  کړې،  چې ولې د ۳۲۵ مترمربع ځمکې پرځاي ۸۱۲ متره مربع ځمکه مقابل لورې ته؛ په لاس ورکول شوې، او په دې برخه کې خپلې لاسته راوړنې په راتلونکې غونډه کې؛ وړاندې کړې.  

ددې ناستې په بله برخه کې دغزني داستیناف څارنوالۍ ۲۴۷۳ شمیره غوښتنه دښوونې وزارت دڅیړنو ریاست  ته داستول شویو دوسیو په هکله دملکي خدمتونو په  برخه کې دکارکونکو دګمارنې څیړلو په هکله خبرې وشوې.

د لویې څارنوالۍ عالي شورای پریکړه وکړه چې دملکي خدماتو ۲۸ مادې دحکم په بنسټ  اړونده برخه کې وضاحت لري؛ کړنې وکړي.

دلوي څارنوالۍ دعالي شورا دناستې په پای کې ،پر احکامو دپلې اوڅارنې څارنوالۍ ریاست د شمیره مکتوب، دپروان ولایت داستیناف څارنوالۍ غوښتنلیک  په درې تنو بندیانو خبرې اترې وشوې. ددې غوښتنلیک له مخې یوه موضوع چې دټپې کیدو وه او وروسته په قتل واوښته.  او دغه راز  دوه  نورې د قتل  قضېې دې،  دقتل په  جرم کې بښنه دانسان حق په نظر کې ونیول شو، چې په اصل کې هغوي شرعې بښنه نلرې،  آیا دوې دشرعي کموالي (تخفیف) درلودونکې  ګرځيدلي شي او که نه ؟

عالي شورای داحکامو دپلي کولو ریاست ته دنده وسپارله چې په دې برخه کې د د قیقې څیړنې وروسته د لویې څارنوالۍ عالي شورا راتلونکې ناسته کې دې؛  وړاندې کړي.

د لويې څارنوالۍ عالی شورا ناسته د لوی څارنوال په مشرۍ د هرې یونۍ(یکشنبه) په ورځ د دې ادارې په انګړ کې کې تر سره کېږې، چې په یو لړ مهمو موضوعګانو خبرې اترې او پريکړې نېول کېږې.  

 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS