په عدلي او قضایې مرکز کې د نهو کسانو استیناف محکمه په علنې توګه ترسره شوه

hdsadmin
Mon, Dec 26 2016 8:39 AM
ago

 

اداري فساد سنګینو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د نهو کسانو چې  د اختلاس، تزویر او پیسو د تطهیر په جرمونو کې په سزا محکوم  شوي  وو د استیناف محکمه ترسره کړه. یاده محکمه د دوشنبې په ورځ چې د سلواغې میاشتې ۱۱ نیټې سره سمون لري په عدلي او قضایي مرکز کې ترسره شوه.  عبدالله، نظام الدین، محمد انور، نجیب الله، خادم حسین، سالم محمد، صفی الله، محمد نادر په علني توګه محاکمه شول.

د پیسو د تطهیر په قضیه کی د پیسو د تطهېر او لـــه جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو پرخلاف د مبارزې د قانون د ۴، ۵ مادو او د ۵۲ تعدیل شوې  مادې پر بنسټ صفي الله په درې  کاله تنفیذي حبس ، ۵۰ زره افغانیو نغدي جزا  او د تطهیر شوو پیسو په مصادره محکوم شو. په ورته وخت کی هغه د ۴ سوه ۷۳ زره افغانیو، ۳ سوه او ۷۰ زره افغانیو، او ۵ میلیونه ۶ سوه او ۱۱ زره افغانیو په درې  قضیو کی مجرم و پیژندل شو. هغه  د جزا قانون د ۲۶۷، ۱۴۵، او ۳۹ مادو پر بنسټ په څلورنیم کاله تنفیذی حبس نغدي جزا محکوم شو. هغه په تولیزه توګه په ۷ کاله او ۶ میاشتو تنفیذي حبس، او ۵۰ زره نغدي جزا د استیناف محکمې  لخوا په جزا محکوم شو.

پدغه محکمه کی عبدالله  ۴ سوه  ۷۳ زره افغانیو، ۱ میلیون ۳ سوه او ۷۰ زره افغانیو  او په ۵ زره ۶۱۱ افغانیو د ختلاس او تزویر په  څو جرمونو محکوم شو. هغه د افغانستان د جزا قانون د ۲۶۸ او ۱۴۵ مادو پر بنسټ په ۶ میاشتو تنفیذي حبس محکوم شو. همدارنګه هغه د ۸ میلیونه افغانۍ، ۸ ملیونه ۷ سوه او ۴۰ زره افغانۍ، ۲ سوه ۲۱ زره او ۸۱۱ افغانیو په اختلاس کی د استیناف محکمې  له لوري د توقیف د دورې  څخه په ۱۲ کاله تنفیذی حبس محکوم شو.

خادم حسین د اختلاس په جرم محکوم شو. هغه په ابتدایي محکمه کی د جزا قانون د ۲۶۸، ۲۷۳، ۲۳۹، او ۱۵۸ مادو پر بنسټ په ۱۰ کاله تنفیذي بند محکوم  شوی  وو. خو د استیناف محکمې  لخوا د هغه جزا تعدیل شوه. په یاده محکمه کی نوموړی  په ۷ کاله او ۶ میاشتو تنفیذي حبس جزا محکوم شو.

د نظام الدین په نوم د بل شخص په جزا کې هم د ۸ میلیونه افغانیو، او د۲ سوه ۲۱ زره او ۸۱۱ افغانیو د اختلاس په دوه جرمونو کی د ګډون له امله تخفیف راغی. هغه د جزا قانون د ۲۶۸، ۲۷۳، ۲۳۹، او ۱۵۸ مادو پر بنسټ په ۷ کاله او ۶ میاشتو تفیذي حبس په جزا محکوم شو.

د استیناف محکمې  لخوا د سالم محمد او نجیب الله جزا ګانو کی  هم تخفیف راغی. پخوا  د ۸ میلیونه افغانیو په اختلاس کی د ګډون له امله د جزا قانون د ۲۶۸، ۲۷۳، ۲۳۹، او ۱۵۸ مادو پر بنسټ هر یو په ۵ کاله او تنفیذي حبس محکوم شوي  وو. خو پدی محکمه کی هر یو بیا د ۴ کاله تنفیذی حبس په جزا محکوم شول .

له بل پلوه نجیب الله هم د " بانکي چک " تزویر په قضیه کی مجرم وپیژندل شو. هغه په یاده قضیه کې د جزا قانون د ۳۱۰ مادی پر بنسټ په ۱ کال او یوې  میاشتې حبس په جزا محکوم شو.

د اداري فساد پر وړاندی مبارزی  د عدلي او قضایی مرکز ادارې  پریکړې پر بنسټ  محمد نادر د پیسو د تطهېر او لــه جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو پرخلاف د مبارزې قانون ۴،۵ او ۵۲ تعدیل شوې  مادو پر بنسټ په درې  کاله تنفیذي حبس او ۵۰ زره افغانیو نقدي جریمې په جزا محکوم شو. د تطهیر شوو معادلو پیسو  د ورکړی جریمې  جزا د محکمې  لخو د قانون په تطبیق کی د خطا له امله نقص شوه.

عبدالله د ۸ میلیونه افغانیو د اختلاص په قضیه کی د اصلي مجرم په توګه، نظام الدین، سالم محمد، محمد انور، او نجیب الله د جرم د شریکانو په عنوان د افغانستان د جزا قانون د ۲۷۳ او ۳۹ مادو پر بنسټ د اختلاس شوو پیسو او یا هم د هغی دمعادلو پیسو په ورکړه محکوم شول .

د دغه وګړو ابتدایي محکمه شا او خوا یوه میاشت مخکې په همدې  مرکز کې ترسره شوې وه. خو د ابتدایي محکمې حکم د صادریدو ورسته، دې  وګړو د استیناف غوښتنه کړې  وه.

 

 

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS