ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي مخنیوي هدف د کورني نظم او هوساینې ژغورل دي

hdsadmin
Sun, Mar 12 2017 8:39 AM
ago

 

ښځو پر وړاندی تاوتریخوالي سره مبارزې په اړه د افغانستان لوی څارنوالۍ  د یو کلنو کړنو راپور ورکونې کنفرانس  د کب په ۲۲ نیټه د دولتي او نا دولتي رسنیو په حضور کی د دولت د رسنیو مرکز په تالار کی ترسره شو.

د ټولو هغه کارونو په خوا کی چې لوی  څارنوالي یی سرته رسوي د دي ادارې  یوه اساسي دنده ښځو پر وړاندی تاوتریخوالي سره مبارزه ده.  ښځو پر وړاندې   د تاوتریخوالي او ماشومانو د سرغړني سره د مبارزې ریئسې پروین رحیمي وویل: " لویه څارنوالي د عامه پوهاوي برنامی په پلان کی لري چی د تاوتریخوالي شمیر او کچه را ټیټه کړي او متضررین او قربانیان پخپله شکایت کولو ته حاظر شي."

د میرمن رحیمی  په اند د افغانستان څارنوالۍ ښځو پر وړاندی تاوتریخوالي سره مبارزې په برخه کی اغیز لرونکي ګامونه اخیستي چی له هغې ډلې څخه یوه ستره لاسته راوړنه ښځو پر وړاندی د مبارزې معینیت منځ ته راوړل دي.

ښځو پر وړانديې  تاوتریخوالي سره د مبارزې ځانګړي څارنوالي هم پدی برخه کی زیات کارونه ترسره کړي چې په ۲۳ ولایتونو کی د فعالو ښځو څارنوالۍ تشکیل، د هیواد په سطحه د فعالو ښځو ۴۹ څارنوالانی، د بیلا بیلو وزارتونو سره د تفاهم لیکونو لاسلیک، او د ظرفیت د کچې لوړولو او د ښځو پیاوړتیا لپاره په ښوونیزو برنامو کی د  ۲۴۴ نجونو  جذبول ښځو پر وړاندې  د مبارزې  په برخه کی  د دې  ادارې جدي کارونو له ډلې څخه شمیرل کیږي.

همدا راز، د رواني درملنې ارګانو څخه د یوه ارګان، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې  ادارې  ریاست سره د تفاهم لیک لاسلیکول او د ښځو د حقونو مدافع ارګانونو سره همغږی رامنځته کول ښځو پر وړاندې  تاوتریخوالي سره مبارزه کی د ښځو پروړاندی د مبارزې څارنوالي یوه بله لاسته راوړنه ده.

ښځو پر وړاندې  مبارزې  د تمیز څارنوالۍ رئیسې زرغونې مستغفر وویل: " ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څارنوالیو لخوا د هیواد په سطحه د تاوتریخوالي ۲۴۴۲ قضیې څیړل شوي  چې یواځی ۱۳۷۵ قضیې  مرکز سره تړاو لري او همدا راز، د بلخ ولایت ۱۲۵، هرات ۲۵۰، ننګرهار ۱۱۶، کاپیسا ۱۸، لوګر ۱۷، سمنګان ۲۸ بامیان ۲۱ جوزجان ۳۷ غور ۹ پنجشیر ۶، سرپل ۱۸، میدان ۱۵، پکتیکا ۱۶، نیمروز ۱۲، فراه ۵، پروان ۲۰، بدخشان ۳۹، فاریاب ۲،  خوست ۱۰، تخار ۳۳، لغمان ۱۱، زابل ۹، دایکندي ۹۹، بادغیس ۲۹، پکیتا ۱۰، قندهار ۲۳، غزني۳۳، قندز۳۶ او هلمند ۲۴ قضیې  څیړل شوي دي .

د دی قضیو له ډلې څخه ۱۴۹ قضیی نهایي شوي، ۱۵۷ قضیې  څیړنې لپاره ابتدایي محکمې ته لیږل شوي، ۱۱۱ نورې یې  استیناف محکمې ته سپارل شوي، ۶۷ قضیې  د ورستي  پریکړې  لپاره ښځو پر وړاندی تاوتریخوالي سره دمبارزې تمیز څارنوالۍ ریاست ته لیږل شوي، ۱۴۷ قضیې  د متضررینو د مراجعې نه کولو له کبله په موقتي ډول ساتني لپاره د  لوی څارنوالۍ  اداري څانګې ته د متضررینو بیاځلي مراجعی پوري سپارل شوي، ۳۹۷ قضیې  نظر په حق چی مضررینو ته ورکړل شوی تفاهم ته د رسیدو وروسته منصرف شوي، ۱۱۵ نورې  قضیې  چې حقوقي ثابت شوي د حقوقو ریاست ته استول شوي، او  ۲۳۰ نورې  قضیې  بیا ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي سره د مبارزي مسوولو ارګانونو څیړنو لاندې  دي.

په یادو زیات شمیر قضیو کی پخپله د تاوتریخوالي د متضررینو لخوا شکایت شوی چی د ښځو زیات پوهاوي څرګندونه کوي. دا په داسې حال کی ده چې  د بشر ي حقونو خپلواک کمیسیون د ښځو نړیوالې ورځې(اتم مارچ) پرمهال په افغانستان کی د تاوتریخوالي په قضیو کی ۶.۸ سلنه زیاتوالی  اعلان کړ.

 

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS