په عدلي او قضایي سيستم کې د ښځو ونډه عدالت ته د هغوی د لاسرسي زمینه برابروي

hdsadmin
Tue, May 01 2018 3:39 PM
43

 

هغه موضوع چې د لوی څارنوالۍ  مالي او اداري مرستیال  ښاغلي وحید الدین ارغون "َښځو دپاره د کار د زده کړې فرصتونو"پروګرام په پیل کې په لویه څارنوالي کې بیان کړ.

دا پروګرام د دوشنبې په ورځ د وری د میاشتې  په ۱۱مه نیټه د کاروان په پوهنتون کې جوړ شو. په دی  پروګرام کې د ایشیا فونډیشن مشر عبدالله احمدزي ، د امریکا د متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) استازي او د لویه څارنوالي مشرانو ګډون درلود.

په دې پروګرام کې، د ۱۴ولایتونو څارنوالیو څخه ښځې وروپېژندل شوې تر څو په عدلي او قضایي برخو کې یې وړتیاوو کچه لوړه شي. 

"َښځو دپاره د کار د زده کړې فرصتونو" پروګرام د شرعیاتو او حقوقو پوهنځي څخه فارغې  شوي ښځو دپاره د امریکې متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې په مالي مرسته او د ایشیا فونډیشن (بنیاد آسیا) لخوا پلي کیږي.

ښاغلي ارغون په تیره لسیزه کې د ښځو پرمختګ په اړه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: "لویه څارنوالي د ښځو د وړتیاوو کچې لوړوالي په موخه بیلابیلو ادارو سره تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي."

نوموړي د لوی څارنوالۍ ښځینه کارکوونکو دپاره "َښځو دپاره د کار د زده کړې فرصتونو" پروګرام  د تفاهم لیک لاسلیکول، هیواد په کچه د روزنې ستر پروګرامونو څخه  وباله.

له بلې خوا ښاغلي ارغون، لویه څارنوالي کې ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي مخنیوي ، د ماشومانو ټېروتنو او د انساني حقونو څخه د ملاتړ معاونیت رامنځته کول له مهمو لاسته راوړنو څخه وباله. د نوموړي په وینا د دې معاونیت ګن شمېرکارکوونکي ښځې دي چې دا کار د لوی څارنوالۍ  ژمنې  څرګندوي  او ښایی چې لویه څارنوالي ګڼ شمیر ښځو ته په دې  اداره کې ونډه ورکړي.

نوموړی  پروګرام به تر شپږو میاشتو پورې  دوام ولري. او ګډون کوونکي به د روزنې ترلاسه کولو وروسته د ظرفیت پر بنسټ په دې اداره کې په دنده وګمارل شي.

 

 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS