له اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د کابل د دیارلسمې حوزې پخوانی آمر او د نوموړي جرمي شریکان محاکمه کړل

hdsadmin
Sat, Apr 16 2016 6:39 PM
4

 له اداري فساد او درنو جرمو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د دیارلسمې حوزې پخوانی آمر سمونوال حسین داد ولد حبیب الله د ۴۵ زره امریکايي ډالرو د رشوت، د عامه خدمتونو له کارکوونکو سره د اجبار او مقاومت، له صلاحیتونو نه د ناوړه ګټنې او د ناقانونه وسلې ګرځونې په جرم د روان کال د چنګاښ پر ۲۴مه په ۱۱ کاله تنفیذي حبس محکوم کړ. نوموړی تېر کال له درنو جرمونو سره د مبارزې د کارکوونکو له لوري ونیول شو او د دغې ادارې کارکوونکي د دیارلسمې حوزې د آمر له لوري له جدي مقاومت سره مخامخ شول چې په ترڅ کې يې له جرمونو سره د مبارزې د ادارې یو کارکونکی هم ټپي شو.

د یادې شوې حوزه څلور نور کارکوونکي هر یو سید شېر، حمیدالله، علي شاه او بهمن چې د دغې حوزې د پخواني آمر جرمي شریکان ګڼل کېږي، د دغې محکمې له لوري محاکمه کړی شول.

د نوموړې محکمې رييسې وویل: «حسین داد ولد حبیب الله د جزا قانون د ۱۵۸مې مادې له مخې د څارنې او نیول کېدا له نېټې راهيسې په پرله پسې ۱۱ کاله تنفیذي حبس محکوم دی.»

بل پلو نوموړې محکمې د حسین داد جرمي شریکان ګرم وبلل او په مختلفو جزاګانو يې محکوم کړل.

حمیدالله ولد حسین له وظفیوي واک نه د ناوړه ګټنې، د رشوت اخيستنې د منځګړي او د رشوت د پيسو د پټولو په جرم د جزا قانون د ۱۵۶مې مادې له مخې په درې کاله تنفیذي حبس محکوم کړی شو.

 سید شېر ولد دیدار شاه د عامه خدمتونو له کارکوونکو سره د مقاومت او له وظیفوي واک نه د ناوړه ګټنې په جرم د عسکري جرایمو د قانون د ۴۲مې مادې او د جزا قانون د ۳۹مې مادې له مخې په درې کاله تنقیذي حبس محکوم شو.

بل پلو په دغه قضیه کې ښکېل دوه نور کسان هر یو بهمن ولد دولت حسین او علي شاه ولد مرادعلي د قانون په پليېنې کې د خطا او له وظیفوي صلاحیت نه د ناوړه ګټنې په جرم د عسکري جرمونو قانون د ۴۲مې او د جزا قانون د  ۳۹ او ۱۴۵مې مادې له مخې هر یو په یو کال او شپږ میاشتې تنفیذي بند محکوم شول.

د یاودنې ده چې دا پرېکړه وروستنۍ پرېکړه نه ده؛ بلکې مجرمان درېيمه محکمه هم په مخ کې لري.

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS