د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو رییس د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو له ملي مرکز څخه لیدنه وکړه

hdsadmin
Sat, Dec 02 2017 3:50 PM
56

د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو رییس محمد ناصر همت او د نوموړې ادارې کارکوونکو د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ پر ۱۱ د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو له ملي مرکز څخه لیدنه وکړه. د نوموړې لیدنې موخه په یاد مرکز کې د محصلانو پر وړاندې د ننګونو پېژندنه او د هغوی د ستونزو اورېدنه بلل شوې ده.

د بشري سرچینو رییس محمد ناصر همت د یاد مرکز محصلانو ته په اشارې وویل، تاسو به له نوموړي مرکز څخه تر فراغت وروسته د یوې رڼې پروسې له لارې د مسلکي شخص په توګه په لویه څارنوالۍ کې جذب شئ.

ښاغلي همت زیاته کړه، د لويې څارنوالۍ په مسلکي او اداري برخو کې اشخاص د وړتیاوو پر اساس جذب او د یوې رڼې پروسې له لارې په کار ګمارل کېږی. نوموړي ټینګار وکړ، چې له افرادو سره له شخصي اړیکو پرته خپل اجراات ترسره کوي.

د بشري سرچینو رییس زیاته کړه، تاسو باید په خپل ځان او خپلو زده کړو ډاډه واوسئ. ښاغلي همت په دې اړه وویل، موږ د معیارونو له مخې هغه کسان چې لوړې نومرې ترلاسه کوي، په دنده ګومارو.

په نوموړي مرکز کې د محصلانو حاضري ته د پاملرنې په اړه هم خبرې وشوې، په دې اړه ښاغلي همت وویل، چې محصلان باید خپلې حاضري پوره پام وکړي.

په ورته مهال کې د کابل پوهنتون د حقوقي مرکز د دارالانشا آمر محمد وصیل شرافت د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو د رییس څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې تر دې وړاندې د لویې څارنوالۍ د ګومارنې او بشري سرچینو مسوولانو د نوموړي حقوقي مرکز څخه لیدنه نه وه کړې. ښاغلي شرافت زیاته کړه، دا ډول لیدنې له یوې خوا زده کوونکو ته روحیه ورکوي او له بلخوا د محصلانو د تشویق سبب کېږي.

په کابل پوهنتون کې د حقوقي ستاژ د مرکز د دارالانشا آمر وویل، نوموړي مرکز ته سل محصلان د کانکور او سل نور په مستقیم ډول له دولتي ادارو څخه جذب کېږي، چې په دې وروستیو کې یې شمیر زیات شوی دی.

له بل پلوه د دغه مرکز محصلانو د ښوونیز میتود او د استادانو له ښه چلند څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دا مرکز د مسلکي پوهې په برخه کې ورسره زیات مرستندوی ثابت شوي دي.

د بشري سرچینو رییس د یاد روزنیز مرکز له محصلانو سره ژمنه وکړه، هغه کسان چې د مسلکي پوهې سره سره یې د دغې ادارې د کار ګومارنې معیارونه بشپړ کړي وي، په دغه اداره کې به په دنده وګومارل شي.

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د ۱۳۸۶ کال د غبرګولي پر ۱۹ نېټه د جمهوري ریاست د حکم پر اساس د یوه خپلواک عدلي رسمي مرکز په توګه د عدلي او قضايي ارګانونو د ادارې د کارکوونکو او د حقوقو او شرعیاتو د پوهنځیو د فارغانو لپاره تاسیس شو.

نوموړی روزنیز مرکز په ۱۳۹۰ کال د غبرګولي په ۲۹ نېټه د کابل پوهنتون په چوکاټ خپل فعالیت پیل کړ او تر دې دمه له نوموړي مرکز څخه ګڼ شمېر محصلان فارغ شوي دي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS