د لویې څارنوالۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي، د ماشومانو د سرغړونو او د بشري حقونو د ملاتړ مرستیالۍ د کورنیو ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه

hdsadmin
Wed, Apr 04 2018 3:51 PM
63

د لویې څارنوالۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي، د ماشومانو د سرغړونو او د بشري حقونو د ملاتړ مرستیالۍ، د کابل ښار د امنیتي حوزو د کورنیو ستونزو د حل آمریتونو او د ګذر له وکیلانو سره د کورنیو ستونزو د حل په موخه ګډه ناسته وکړه.

دا ناسته د ۱۳۹۷ کال د وري پر ۱۵ د کابل امنیې قوماندانۍ د غونډو په تالار کې د IDLO (د حقوقو د پراختیا نړيوال سازمان) په مرسته وشوه او د لويې څارنوالۍ د عسکري استیناف څارنوالۍ رئيس محمد نواب احمدزي، له ښځو سره د تاوتریخوالي، د ماشومانو د سرغړونو او بشري حقونو د ملاتړ مرستیالۍ مشاور عبدالحمید صمدي، د کابل ښار د امنیتي حوزو د کورنیو ستونزو د حل آمرانو او د ګذر وکیلانو ګډون پکې کړی و.

په نوموړې ناسته کې محمد نواب احمدزي وویل، د يوه هېواد برخلیک په سالمې کورنۍ پورې تړاو لري او لویه څارنوالي هڅه کوي، چې په امنیتي حوزو کې د کورنیو ستونزو د حل آمرانو په مرسته ورته مشکلات حل کړي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه: «موږ د فساد پر ضد مبارزه کوو او له نېکه مرغه اوسمهال لویه څارنوالۍ د هېواد د اتباعو لپاره د ډاډ وړ مرجع ګرځېدلې ده.»

هغه ټینګار وکړ، چې د کورنیو ستونزو د حل پر مهال باید موظف کارکوونکي د کورنیو عزت ته پوره پام وکړي.

له دې سره سم عبدالحمید صمدي د کورنیو ستونزو د حل له آمرانو څخه وغوښتل، چې د لويې څارنوالۍ له ادارې سره خپله همغږي لا پياوړې وساتي او هغه ستونزې چې د کورنیو د خپلمنځيو شخړو له امله رامنځته شوې وي، د امکان په صورت کې په امنیتي حوزو کې حل کړي.

ښاغلي صمدي د کورنیو ستونزو د حل آمرانو ته په خطاب کې وویل: «په امنیتي حوزو کې د کورنیو شخړو له امله د رامنځته شویو ستونزو حلول د دې سبب کېږي، چې دا ډول قضیې په لنډ وخت کې حل شي.»

د یادونې وړ ده، چې د لویې څارنوالۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنيوي، د ماشومانو د سرغړونو او د بشري حقونو د ملاتړ مرستیالۍ تر دې وړاندې هم د کابل له ۱۰۱ آسمايي زون سره د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنيوي په موخه ګډه ناسته کړې وه.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS