لوی څارنوال: د عدالت ټینګښت لپاره د مناسبې فضا را منځته کولو ته ژمن یو

دغه مسله د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د معلوماتو او پذیرش امریت د معرفي په پروګرام کې یاده کړه. دغه پروګرام د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي پر اتمه د لویې څارنوالۍ د عالي شورا په تالار کې، چې دارالمان کې موقعیت لري جوړ شو.
د هېواد لوی څارنوال ټینګار وکړ چې دغه اداره د خلکو چوپړ ته ژمنه ده. نوموړي زیاته کړه: «په لومړي ځل چې کله خلک څارنوالۍ ته مراجعه کوي باید په همکارۍ، همغږۍ او درناوي ور سره چلند وشي.»
لويې څارنوالۍ دغه مرکز د خدمتونو د چټکۍ او په اجرااتو کې د روڼوالي په موخه جوړ کړ چې د لوی څارنوالۍ د موظیفینو او مراجیعینو اړیکې یو له بل سره د یو سیستم او مدېریت له مخې ټينګې کړي. ویل کیږي چې دا مرکز به سبا په رسمي ډول پرانستل شي.