د لویې څارنوالۍ د استیناف څارنوالیو رئیسانو ته د جزا کود روزنیز پروګرام جوړ شو

hdsadmin
Sun, Jul 01 2018 3:51 PM
20

دغه پروګرام د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتیوت ریاست له خوا او د حقونو د نړیوال پرمختګ سازمان (IDLO) په تخنیکي همکارۍ د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ پر لسمه د یاد شوي ریاست په تالار کې جوړ شو.

د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون په دغه پروګرام کې وویل، چې لویه څارنوالي د هېواد د عدلي نظام مهمه برخه ده او د قانون په حاکمیت او د عدالت په ټینګښت کې مهم رول لري. نوموړي په عدلي او قضایي بنسټونو کې روزنیز پروګرامونه مهم وبلل او زیاته یې کړه: «د عدالت پر بنسټ خدمات هغه وخت شوني دي چې څارنوالان مسلکي او حقوقي پوهه ولري.» د نوموړي په خبره، لویه څارنوالي د دا ډول پروګرامونو په جوړولو سره هڅه کوي، چې د یادې شوې ادارې د څارنوالانو او کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړ کړي. ښاغلي ارغون همداراز ټینګار وکړ، چې څارنوالان باید خپل ظرفیتونه د ټاکنیزو جرمونو اړوند مسایلو کې هم لوړ کړي.

له بلې خوا د مسلکي زده کړو انستیتیوت رئیس او د لویې څارنوالۍ ویاند څارنیار جمشېد رسولي په دغه پروګرام کې وویل، چې د کارکوونکو ظرفیت لوړونه د یادې شوې ادارې له ژمنو څخه ده. د نوموړي په خبره، د دغې ادارې کارکوونکي د عدالت ټینګښت، انصاف او بشري حقونو د رعایتولو لپاره روزنې ته اړتیا لري. د نوموړي په خبره، دغه پروګرام د کارکوونکو د اړتیا له مخې د دوی د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی دی. د ښاغلي رسولي په وینا، د اړتیا له مخې تر نورو پروګرامونو دغه پروګرام ته لومړیتوب ورکړل شوی دی. نوموړي همدارنګه څارنوالانو ته په مرکز او ولایتونو کې د جزا کود په اړه د ۳۰ نورو پروګرامو د جوړېدو خبر هم ورکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د مسلکي زده کړو انستیتیوت ریاست څه موده مخکې هم د جزا کود څو پروګرامونه ۲۵۰ تنو رئیسانو، څارنوالانو او د دې ادارې د بېلا بېلو برخو امرانو ته جوړ کړي و.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS