د اداري فساد پر وړاندې د منبر غږ تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ شو

hdsadmin
Wed, Aug 01 2018 2:51 PM
21

دغه کنفرانس د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا، لویې څارنوالۍ او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا د هېواد په کچه د دیني علماوو، د لویې څارنوالۍ د مسؤولانو او د ځینو نورو دولتې چارواکو په حضور د ۱۳۹۷ کال د زمرې پر شپږمه  او اوومه پیل شو.

د دغه کنفراس د جوړېدو موخه، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د علماوو د رول پیاوړتیا او د منبر، جوماتونو او تکیه خونو له لارې د خلکو هڅونه وبلل شوه.

په دغه کنفرانس کې جمهور رئيس محمد اشرف غني، د اداري فساد په له منځه وړنه کې د علماوو رول خورا اغېزناک وباله. ښاغلي غني په دې اړه وویل: «د منبر له همغږۍ پرته د اداري فساد له منځه وړل ستونزمن دي او که له منبره د اداري فساد پر ضد غږ پورته شي، د دغې ښکارندې پر ضد به مبارزه لا اغېزناکه او ګړندۍ شي.»

جمهور رئیس له دیني علماوو وغوښتل، چې علما لکه څنګه د ټولنې د نورو ستونزو د حل په برخه کې يې غږ پورته کړی، دا ډول دې د اداري فساد په له منځه وړنه کې هم غږ پورته کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، د یوې محدودې ډلې له امله چې په اداري فساد کې ښکېله ده، د افغانستان د خلکوشهرت ته زیان اوښتی؛ خو د دغې ډلې پر ضد کلکه مبارزه روانه ده.

په ورته مهال کې د ملي یووالي حکومت اجرايي رئيس، اداري فساد د حکومت د کمزورۍ او په هېواد کې د ناامنۍ لامل وګاڼه. ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«زه باوري یم، چې له حکومت سره د اداري فساد په له منځه وړنه کې د علماوو هلې ځلې خورا اغیزناکې دي.»

 نوموړی هیله څرګندوي او وايي: «د اداري فساد پر ضد مبارزه د ولس په ارادې پاڅېدلې او ولس پخپله له دغې ښکارندې سر ټکوي او هېواد يې زیانمن کړی دی.»

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، په یاد شوي کنفرانس کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د خلکو په هڅونه کې د علماوو رول اغېزناک وباله. ښاغلي حمیدي زیاته کړه: «هیله من یم چې په دغه کنفرانس کې د اداري فساد د مخنیوي په موخه د علماوو له نظرونو او وړاندیزونو استفاده وشي.» د هېواد لوی څارنوال ټینګار وکړ، چې لویه څارنوالي د جرم، جنایت او اداري فساد پر وړاندې له تبعیض او امتیاز پرته په بې پرې او خپلواکه توګه مبارزه کوي.

ښاغلي حميدي د خپلو خبرو په دوام سره وویل: «موږ د اداري فساد پر وړاندې پر خپل دریځ کلک ولاړ یو؛ خو دا مبارزه وخت غواړي. زموږ مبارزه بې پرې، خپلواکه او غیر سیاسي ده.»

د نوموړي په خبره، د لویې څارنوالۍ مسؤولان د اداري فساد او نورو جرمونو او جنایتونو پر ضد د مبارزې پرېکنده دریځ لري او د قانون د یو شان پلي کېدو لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.

د ښاغلي حميدي په باور، تر هغه چې په هېواد کې اداري فساد ختم نه شي، سوله ناممکنه ده، نو اړینه ده چې د دولت په پرېکنده اراده او د علماوو په همکارۍ دغه ناوړه پديده له منځه ولاړه شي.

د هېواد د لوی څارنوال په خبره، یوازې د عدلي ادارې په واسطه له اداري فساد سره مبارزه ناشونې ده؛ نو په دغه برخه کې د علماوو رول چې د خلکو او ټولنې په منځ کې یو ځانکړی موقف لري، اغېزناک دی. ښاغلي حميدي ټینګار وکړ، چې د علماوو لوړ غږ کولای شي خلک د جرم او فساد له ارتکاب څخه وژغوري او د دوی وعظ د اداري فساد د مخنیوي سبب شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې له اداري فساد سره مبارزه اوږد وخت ته اړتیا لري؛ مګر موږ د دغه ناوړه پدیدې د له منځه وړلو کلکه اراده لرو او د فساد او فساد ګرو په مقابل کې په پوره حوصلې سره مبارزه کوو.

ښاغلي حمیدي همداراز ټینګار وکړ، چې له اداري فساد سره مبارزه په دې کنفرانس پای ته نه رسیږي، بلکې دا یوه ګډه مبارزه ده او په دې برخه کې د خلکو په ځانکړې توګه د علماوو نظرونه اخیستل کېږي.

د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، اداري فساد په افغانستان کې د جګړې د تشدد لوی لامل وباله. ښاغلي کشاف د دین علماوو ته په اشارې سره وویل: «موږ باید د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره د منبر غږ عام کړو او د دغه ناوړه پدیدې په له منځه وړلو کې مبارزه وکړو، مفسد ته مفسد، غاصب ته غاصب او رشوت اخېستونکي ته رشوت اخېستونکی ووایو.»

د ښاغلي کشاف په خبره، عالمان د افغاني ټولنې د اصلاح  په برخه کې د ملا تیر حیثیت لري، نو دوی باید د ټولنې د اصلاح لپاره په ځانګړې توګه د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې محراب د خدای د عبادت او منبر د خلکو او ټولنې د اصلاح ځای دی؛ په همدې اساس ویلای شو، چې علما د جرمونو د کچې په راټیټولو او د اداري فساد د مبارزې په برخه کې اغېزناکه رول لري.

ښاغلي کشاف له حکومت څخه وغوښتل، چې د منبر غږ ملاتړ وکړي او قانون هم پر ټولو یو شان پلی کړي.

له بلې خوا د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا غړي مولوي قاسم حلیمي وویل، چې اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې رسنۍ رغنده رول لري. نوموړي په همدې تړاو زیاته کړه: «زه له رسنیو غواړم چې په دې برخه کې خپل مسؤولیت ادا کړي او خلک د فساد پر ضد د مبارزې لپاره وهڅوي.»

د اهل تشیع له علماوو څخه یو تن واعظي زاده بهسودي باور لري، چې د دولتي چارواکو د معاشونو او امتیازونو لوړول، له اداري فساد سره د مبارزې یوه لاره ده. نوموړي همداراز ټینګار وکړ، چې د فساد په مخنیوي کې د دولت اراده هم خوارا مهم رول لري.

په ورته مهال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ رئیس ډاکتر فضل الرحیم بصیرت، په ټولنه کې د اداري فساد یو لامل د یادې پدیدې ناسم تعریف ګني.

ښاغلي بصیرت ټینګار وکړ، چې دولتي او خصوصي ادارې (پوهنتونونه، مدرسې او جوماتونه) باید خپل مسؤولیت تر سره کړي؛ ځکه چې د اداري فساد دغه ناوړه پدیده لویه شوې او یوې ټولنیزې مبارزې ته اړتیا لري.

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د علمي مجمع رئیس سیدحجت الله نجیح وویل، چې پخوا به د اداري فساد کلمه شرم ګڼل کېده، خو اوس له بده مرغه په یوه فرهنګ اوښتې.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره وویل: «په هېواد کې اداري فساد ځکه په یو فرهنګ اوښتی، چې یادې شوې پدیدې ته د هدیې او تحفې نوم ورکړل شوی دی.» نوموړی باور لري، چې له اداري فساد سره د مبارزې او همداراز د عدالت د تأمین یوازینۍ لاره د هېواد د عدلي او قضايي بنسټونو غیر سیاسي‌والی دی.

د دغه کنفرانس ګډونوالو د علماوو په مرسته په پنځو کمېټو کې د اداري فساد د مخنیوي په لارو چارو بحث وکړ. ټاکل شوې ده، چې د یاد شوي کنفرانس پایلې به په یو بشپړ راپور کې د پلي کولو په موخه ولسمشر، د قانون د حاکمیت شورا او اړوندو بنسټونو ته واستول شي. د کنفرانس په پای کې به پرېکړه لیک هم د همدې پروګرام له ادرسه ارایه شي.

 

 

 

 

 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS